وتلي اروپايي ډيزاينر د پښورۍ څپلۍ په شان څپلۍ جوړې کړې دي
![وتلي اروپايي ډيزاينر د پښورۍ څپلۍ په شان څپلۍ جوړې کړې دي](https://gdb.rferl.org/eb87ac70-fcbc-42ee-a933-7c3ddda4f097_tv_w800_h450.jpg)
نړيوال شهرت لرونکی فرانسوي ډيزاينر د پېښور څپلۍ نقل جوړ کړی او په دې ډيزاين کې يې يو نوی برانډ بازار ته راوړی دی. کرسټيان لوبوټېن خپل نوښت ته د عمران چپل نوم ورکړی دی. عمران قريشي وتلی پاکستانی هنر مند او د ښاغلي کرسټيان نږدې ملګری دی.