یوناما: د ۲۰۱۹ په ۳ میاشتو کې ملکي تلفات ۲۳سلنه کم شوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما ویلي، د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ملکیانو تلفات د تېر کال په نسبت ۲۳ فیصده کم شوي دي. دا خبره نن د یوناما په راپور کې راغلې. د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې د یوناما د راپور پر اساس ۵۸۱ کسان وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپیان دي. د ۲۰۱۸ میلادي کال په همدې موده کې بیا ۷۹۹ کسان وژل شوي و او ۱۵۰۶ تنه هم ټپيان و. د اپرېل په ۲۴مه د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت په خپاره شوي راپور کې که څه... Читать дальше...