د افغانستان نوې ملي شورا به د جمعې په ورځ پرانېستل شي
په پارلماني چارو کې د افغانستان د دولت وزیر وايي، د ملي شورا د ۱۷م تقنیني دور پرانېسته یوه ورځ وځنډول شوه او د جمعې په ورځ به رسماً پیل شي.
فاروق وردګ تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د ملي شورا د پرانېستې مراسم چې ټاکل شوې وه، د پنجشنبې په ورځ ترسره شي، د تخنیکي دلایلو له کبله وځنډېده.
نوموړي وویل:
"ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ ملي شورا پرانېستل شي، خو دا چې انتخاباتي کمېسیونونو ژمنه وکړه چې د چهارشنبې په ورځ د څلورو نورو انتخاباتي حوزو نتایج اعلانوي او د پنجشنبې په ورځ بریالیو وکیلانو ته وثیقې ویشي. نو ښايي یو شمېر وکیلان د وثیقو اخېستلو مراسمو کې بوخت وي. موږ پریکړه وکړه چې د ملي شورا پرانېسته یوه ورځ وځنډوو او د جمعې په ورځ به که خدای کول پرانېستل شي."
بلخوا شاوخوا ۱۳۰ نویو وکیلانو تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې وکتل.
ارګ وايي، ولسمشر غني دې وکیلانو ته وویل، زه چمتو یم په راتلونکو څو ورځو کې ملي شورا پرانېزم.
د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸ مه او ۲۹ مه نېټه په ۳۲ ولایتونو کې او یوه اوونۍ وروسته په کندهار کې ترسره شول.
په غزني کې د ولسي جرګې انتخابات ترسره نهشول چې ټاکل شوې د ولسمشرۍ انتخاباتو سره یو ځای ترسره شي.