کوشنر: له روژې وروسته د منځني ختیځ د سولې لپاره وړاندیزونه لرم
![کوشنر: له روژې وروسته د منځني ختیځ د سولې لپاره وړاندیزونه لرم](https://gdb.rferl.org/8B22A74B-6941-4093-920F-CD9E139749D4_cx0_cy12_cw0_w800_h450.jpg)
د سپنې ماڼۍ لوړ پوړی سلاکار جارېد کوشنر وايي، د منځني ختیځ د سولې لپاره به خپل وړاندیزونه د روژې له میاشتې وروسته وړاندې کړي.
ښاغلی کوشنر چې د ولسمشر ټرمپ زوم هم دی، پرون وویل، د ده په وړاندیز کې به د فلسطینیانو لپاره د «عمل یو پیاوړی پلان» او د اسرائیلو لپاره امنیتي ضمانتونه شامل وي، خو د دواړو خواوو څخه به د زیات انعطاف غوښتنه کوي.
ښاغلي کوشنر په نیویارک کې یوې غونډې ته وویل، ده هیله لرله چې د تېر کال په پای کې د منځني ختیځ د سولې لپاره خپل پلان وړاندې کړي، خو په وینا یې د اسرائیلو صدراعظم د انتخاباتو غوښتونکی شو او اوس هم د یو ائتلافي حکومت جوړولو لپاره وخت ته اړتیا لري.
دا پهداسې حال کې ده چې د له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په شمول د ټرمپ د ادارې وروستیو اقداماتو فلسطینیان غوسه کړي دي.