ګرویسمن: پارلماني ټاکنو کې برخه اخلم خو د پروشنکو له ګونده نه
![ګرویسمن: پارلماني ټاکنو کې برخه اخلم خو د پروشنکو له ګونده نه](https://gdb.rferl.org/9E91DD2A-9F66-465C-8B76-4D5A0261E26C_cx0_cy3_cw0_w800_h450.jpg)
د اوکراین صدراعظم وايي، د اکټوبر د میاشتې په پارلماني انتخاباتو کې برخه اخلي، خو د اوسني ولسمشر پټرو پروشنکو له ګوند څخه نه چې د یکشنبې په ورځ یې د ولودیمیر زلنسکي په وړاندې ماتې وخوړه.
د اوکراین صدراعظم ولادیمیر ګرویسمن یوه اوکرایني ټلوېزیون ته وویل، له نوي سیاسي ځواکونو سره به پهدې انتخاباتو کې برخه واخلي.
نوموړي وویل:
"دا به یو داسې سیاسي قوت وي چې د ښې سابقې لرونکي خلک به سره یو متحد کړي، داسې خلک چې یوازې خبرې نهکوي بلکې د واقعي کارونو د ترسره کولو وړتیا لري."
ښاغلی ګرویسمن چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د پټرو پروشنکو له ګوند څخه د پارلمان غړی شوی و، له درې کلونو راهېسې د اوکراین صدراعظم دی.
که د اوکراین منتخب ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په پارلمان کې کافي څوکۍ تر لاسه کړي، نو نوی حکومت به رامنځته کړي.