په سریلانکا کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵۹ کسانو ته رسېدلی
![په سریلانکا کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵۹ کسانو ته رسېدلی](https://gdb.rferl.org/BC21B01C-0CF0-46C6-9558-386391967614_w800_h450.jpg)
په سریلانکا کې د یکشنبې ورځې خونړیو بریدونو د وژل شویو کسانو شمېر نن د چهارشنبې په ورځ ۳۵۹ کسانو ته رسېدلی دی.
لږ تر لږه ۵۰۰ تنه ټپیان شوي هم دي.
د سریلانکا د پولیسو ویاند رووان ګوناسیکارا نن د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د یکشنبې ورځې د بمي بریدونو په تړاو تر دې دمه ټول ټال ۱۰۰ کسان نیول شوي دي.
سریلانکايي چارواکو ویلي چې دغو بریدونو بهرنۍ ریښې درلودې.
اخوا د سریلانکا د پلازمېنې کُلمبو ښارواله روسي سینانایکي په ښار کې د شته اندېښنو یادونه وکړه.
دا وايي:
"اوس وخت ډېره بېثباتي ده ځکه اوس هم داسې خبرې شته چې ګواکې ځیني انتحاري بریدګر ښايي شااوخوا وي، خو زه فکر کوم چې امنیتي ځواکونو وضعیت کنټرول کړی."
د یکشنبې په ورځ د سریلانکا په پلازمېنه کُلمبو کې په ځینو لکسو هوټلونو او کلیساوو لږ تر لږه اته بمي چاودنې وشوې.
سریلانکا یوه کورنۍ اسلامپاله افراطي ډله د دې بریدونو مسؤله بولي.
داعش یا اسلامي دولت ډلې بیا پرون د سې شنبې په ورځ د دغو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.