د غور چارواکي: د جام لرغونی منار د نړېدو امکانات خورا زیات شوی
![د غور چارواکي: د جام لرغونی منار د نړېدو امکانات خورا زیات شوی](https://gdb.rferl.org/076CAEB9-B6D7-42C7-BD3F-A4ED00E3C09B_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
د غور سیمهییز چارواکي وايي، د جام لرغونی منار د نړېدو امکانات خورا زیات شوی دی.
د غور د اطلاعات او فرهنګ رئیس فخر الدین اریاپور وایي، له سختو ورښتونو او سیلونو وروسته اوس اوبه د جام تر منار پورې رسیدلي دي.
د اریاپور په وینا، د دې لرغونې منار استنادي دیوالونه له منځه تللي دي.
د جام منار په هغه ځای کې ودان شوی دی چې د «جام» سیند د هریرود د مست سیند سره یوځای کېږي.
دا منار په ۱۲مه میلادي پیړۍ کې ودان شوی دی چې ۶۵ متره لوړ دی.
جام منار په نوي ډيلي کې تر «قطب منار» وروسته په نړۍ کې د خښتو تر ټولو ستر منار دی.