په فراه کې د غنمو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي
![په فراه کې د غنمو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي](https://gdb.rferl.org/3DA1C869-90C7-40F0-999D-27D692DA8741_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
په فراه ولایت کې د غنمو حاصلات ۳۰ په سلو کې زیات شوي دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېر کال د وچکالۍ له امله پهدغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۲۵ فیصده وو.
ښاغلی رستمي زیاتوي:
"سږ کال په فراه ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو د وېشلو تر څنګ، ۶۰۰ مټریک ټنه کیمیاوي سره هم پر ۶۰۰۰ بزګرو وېشل شوې او دا د غنمو د حاصلاتو د ډېروالي اساسي لامل دی."
فراه هغه ولایت دی چې د غنمو د کښت لپاره کافي ځمکه لري او په ټوله کې یې په یو لکو ۲۰ زره هکتاره ځمکه غنم کرل کېږي.