دفاع وزارت د لوګر په پرونۍ حمله کې د تلفاتو د ادعا په اړه څېړنه کوي
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د لوګر ولایت په پرونۍ حمله کې د ملکي تلفاتو د ادعا په اړه څېړنه کوي. د دغه وزارت په ټوېټر پاڼه کې لیکل شوي چې د دوشنبې په ورځ د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو په برید کې یو موټر په نښه شوی چې طالبانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې. تر دې وړاندي په راپورونو کې د افغان چارواکو له قوله ویل شوي وو چې د افغان او امریکایي ځواکونو په ګډ هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د لوګر د ولایتي شورا د یوه غړي حسیب ستانکزي... Читать дальше...