Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Октябрь
2019

Новости за 19.10.2019

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په کندهار کې په يوه جومات او کور کې د چاودنو مخه نیول شوې

ځانګړو افغان ځواکونو د کندهار په میوند کې په يوه جومات او کور کې د چاودنو مخه نیولې. د کندهار د والي ویاند احمد بهير احمدي ازادي راډيو ته وويل، وسله والو د ميوند ولسوالۍ د سره بغل د کانټنر باز په سيمه کې په یوه جومات او يو کور کې چاوېدونکي توکي ځای پر کړي وو چې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې کشف او له منځه وړل شوي دي. احمدي وايي، په دغو عملياتو کې درې وسله وال هم وژل شوي دي. د کندهار د والي ویاند وایي، په دغو عملياتو کې ملکي او پوځي کسانو ته زيان نه دی اوښتی. طالب وسله والو هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې د طالبانو له‌خوا د سولې د ولسي حرکت ۶ غړي بېرته خوشې شول

په لوګر کې د طالبانو له‌خوا د سولې ولسي خوځښت شپږ تنه نیول شوي کسان بېرته خوشې شول. د دې ډلې د ولسي اړیکو مسؤل پاچا خان مولاداد ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د دوی ملګري نږدې اووه ساعته له ځان سره ساتلي او وروسته یې بېرته پرېښودل. ښاغلی مولاداد وايي، دوی نه پوهېږي چې طالبان یې په غونډو کې له ګډون وروسته ولې ملګري له ځان سره وړي، خو دوی وايي چې د دوی په اړه د خپلو مشرانو اجازه اخلي. بل لور ته بیا د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دې عمل په غبرګون ازادي راډیو ته ویلي، د سولې د غږ په وړاندې دا ډول تاوتریخوالی د زغملو نه دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په هلمند کې پنځه‌لس وسله‌وال طالبان وژل شوي

افغان امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې یې د هوايي عملیاتو په پایله کې د یو شمېر قوماندانانو په ګډون پنځه‌لس وسله‌وال طالبان وژلي دي. د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو مسؤل نصیب ګل ځاځي ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات د هلمند ولایت په مارجه او نهرسراج ولسوالیو کې شوي دي. ښاغلي ځاځي په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ویل. د حکومت مخالفو وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

په تخار کې ۷ کیلوګرامه هیروئین او ۲۲ بوتله کېمیاوي مواد کشف شوي

د تخار امنیتي چارواکي وايي، په دوو بېلابېلو عملیاتو کې یې ۷ کیلوګرامه هیروئین او ۲۲ بوتله کېمیاوي مواد کشف او د دې موادو د قاچاق په تور یې څلور تنه هم نیولي دي. د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ له‌خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، دا عملیات د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ اړوند له نشه‌يي توکو سره د مبارزې موظفینو له‌خوا په تالقان ښار کې شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې درې تنه د تخار اوسېدونکي او یو بل یې د بلخ ولایت دی. سرچینه زیاتوي، د دې پېښې په تړاو څېړنې پیل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

هیلري کلنټن وایي، تولسي ګابارد د روسیې د خوښې وړ شخص دی

د امریکا د ډموکرات ګوند غړې هیلري کلنټن وايي، د امریکا راتلوونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د دې ګوند نوماند تولسي ګابارد د روسیې د خوښې وړ شخص دی. د امریکا متحده ایالاتو د ډموکرات ګوند غړې هیلري کلنټن چې ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ټاکنې وبایلودې، وايي چې د امریکا راتلوونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د دې ګوند نوماند تولسي ګابارد د روسیې د خوښې وړ شخص دی. مېرمن کلنټن همدا ډول په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د زرغون ګوند نوماند جېل سټېن د روسيې پانګه بللې ده. اغلې کلنټن دا څرګندونې د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د پودکاسټ کمپاین اېچ‌ کیو خپرونې سره کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو عراقی چې په نیوزیلنډ کې بندي و، په استرالیا کې محکمې ته حاضر شو

یو عراقی چې په نیوزیلنډ کې بندي و او استرالیا یې د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، نن شنبه د اکټوبر په ۱۹مه نېټه، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په اوبو کې د سلګونه کسانو د ډوبېدو په قضیه کې د لاس لرلو له کبله، په استرالیا کې محکمې ته حاضر شو. دا شخص په انساني قاچاق تورن دی. تورن میثم راضي نومېږي او د عراق اوسېدونکی دی. د هغه دوسیه ۱۸کاله وړاندې پېښې سره اړیکه لري. هغه مهال چې میثم ۲۴ کلن و، د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې یې د سیواکس په نامه یوې کښتۍ کې سلګونو مسافرو ته د اندونیزیا د سوماترا جزیرې څخه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې د ولسي حرکت د غړو برمته کېدل وغندل

په داسې حال کې چې افغانان په خپل هېواد کې له جګړو ستړي دي او د سولې او امن لپاره یې تل خپل غږ پورته کړی، د سولې د ولسي حرکت شپږ غړي د لوګر ولایت مرکز اړوند خوشي ولسوالۍ ته نږدې له یوې غونډې وروسته برمته شوي دي.

Mashaalradio.com 

راولپنډۍ کې د مومندو نهه کلن ماشوم مړ موندل شوی

په خېبر پښتونخوا کې د مومندو ضلعې نهه کلن ماشوم نويد خان چې د اکتوبر پر۱۰مه د راولپنډۍ څخه لادرکه شوی وو د اکتوبر پر۱۶مه يې مړی له خپل کور سره نېږدې وموندل شو. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو د پکتیکا د ارګون د ابتدائیه محکمې رئیس وژلی

په پکتیا کې نامعلومو وسله والو د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس وژلی.  د پکتیا امنیتي چارواکي وایي چې قاضي لاهور تېر مازیګر د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د نامعلومه کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی. د ولایت مقام ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته پېښه تأیید کړه او وایي چې د امنیتي ځواکونو له خوا د نوموړي د وژنې په قضیه کې د ښکېلو کسانو د موندلو هڅې روانې دي. د وژل شوي قاضي مشر زوی عبدالولي تدبیر ازادي راډیو ته وویل چې پلار یې هغه مهال چې له کوره د دندې په لور وتلی، په لاره کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا پارلمان نن له اروپایي ټولنې د وتلو طرحې ته رأیه ورکوي

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه د دې هېواد د صدراعظم بوریس جانسن د وروستۍ شېبې پر طرحه نن په پارلمان کې رأیې ورکول کېږي. رسنۍ دا د بریتانیا د راتلونکي تګلوري د ټاکلو لپاره یوه مهمه ورځ بولي. راپورونه وايي، د دې ډاډ لا هم نه شته چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو دا طرحه چې صدراعظم جانسن وړاندې کړې، په بریتانوي پارلمان کې به تأیید شي. تر دې مخکې د پخوانۍ صدراعظمې ترزا مې څو طرحې په دې کې پاتې راغلې چې د بریتانیا د استازو له جرګې تصویب تر لاسه کړي. په سلو کې ۵۲ بریتانویانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جاپان د تېل وړونکو کښتیو د ساتنې لپاره له واشنګټن سره همکاري کوي

جاپان وايي، د امریکا په مشرۍ له هغه ائتلاف سره به یو ځای نه شي چې هدف یې له منځني ختیځه د سوداګریزو اموالو د انتقال د امنیت ساتل دي. د جاپان د دولت ویاند یوشیدا سوګا د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، دوی په دې برخه کې جلا اقدامات کوي او د دې لپاره چې جاپان ته د تېلو د لېږد خوندیتوب ډاډمن کړي، سیمې ته خپلې کښتۍ استوي. پر دې سربېره نوموړي زیاته کړه، توکیو به د تېلو د لېږدوونکو بېړیو د ساتنې په برخه کې له واشنګټن سره نږدې همکاري وکړي. د سوګا په وینا، په منځني ختیځ کې سوله او امنیت د جاپان په شمول د نړیوالې ټولنې لپاره مهم دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سوات کې ماشومانو د صفايي لپاره ټولنه جوړه کړې

د سوات په خواز خېله کې د ښونځي ماشومانو د خوارک او صفايي راوستو په اړه د نيوټريشن کلب په نوم ټولنه جوړه کړې چې هدف یې په ښونځي او شاوخوا کلیو کې په دغه اړه پوهاوي راوړل دي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د ټاکنو کمېسیون: نن د ولسمشرۍ د ټاکنو ابتدايي پایلې نه شو اعلانولی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، نن د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدايي پایلې نه شي اعلانولی. د ټاکنو د قانون پر اساس کمېسیون باید د انتخاباتو ابتدايي پایلې نن د میزان په ۲۷مه اعلان کړې وای.  خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند عبدالزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل چې د کمېسیون چارواکي به نن په یوه خبري غونډه کې په دې اړه معلومات ورکړي چې څرنګه او په کومه ورځ د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلانولی شي. عبدالعزیز ابراهیمي وویل: "د انتخاباتو د شفافیت د تامين او د تورو او سپینو رأیو د بایومټریک او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان د بهارک - اشکاشم سړک به په شپږو میاشتو کې جوړ شي

د بدخشان د بهارک - اشکاشم د سړک جوړولو مسؤلان وايي چې دا لار به په شپږو میاشتو کې پخه شي.  دا سړک د بدخشان له بهارک ولسوالۍ پیلېږي، په وردوج او زېباک تېرېږي او په اشکاشم ولسوالۍ کې د تاجکستان پر پوله ختمېږي. د دې سړک د جوړولو کار د روف عزیز په نوم یوه شرکت ته سپارل شوی دی. د دې شرکت مسؤل، سراج ملت پرون د اکټوبر په اتلسمه په بدخشان کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي: "موږ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پر دې سړک کار پیل کړ، ټول سړک ۱۰۸ کیلومتره دی، هڅه کوو چې په شپږو میاشتو کې یې کار خلاص کړو. د دې سړک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او کوسوا لوبډلې د مخامخ کېدو اجازه نه لري

د اروپا د فوټبال اتحادیې ویلي چې د روسیې او کوسوا د فوټبال لوبډلې د امنیتي ګواښ له امله تر دې وروسته د فوټبال په اروپايي سیالیو کې د مخامخ لوبې اجازه نه لري. د اروپا د فوټبال د اتحادیې د بېړنیو حالاتو پلاوي پرون د اکټوبر په اتلسمه دا پرېکړه وکړه. دې پلاوي وویل چې د روسیې او کوسوا لوبډلې تر بلې خبرتیا د مخامخ کېدو اجازه نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د فوټبال لوبډله په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د اروپا د فوټبال په فاینل مسابقو کې د ګډون لپاره غوره شوې ده. د کوسوا د لوبډلې موقعیت هم پیاوړی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

څارونکي: په سوریه کې د ترکي ځواکونو په حمله کې ۱۴ ملکيان وژل شوي

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې یوې خپلواکې ادارې ویلي چې د سوریې په شمال ختیځو سیمو کې پرون د اکټوبر په اتلسمه د ترکي ځواکونو په هوايي حمله کې ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي. د دې ادارې په وینا، هوايي حملې د رأس العین ښار ختيځو پولو ته نږدې د باب الاخیر په کلي کې شوې دي. په حملو کې د کُردانو د ډموکراتیکې سوریې ځواک ۸ جنیګالي هم وژل شوي دي. خو د امریکاد متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په یوه ټوېټ کې ولیکل چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ږغېدلی دی. ټرمپ ولیکل چې د ترکیې ولسمشر ورته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"ټرمپ د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې ۱۲۹ ميليونه ډالر د مکسيکو پر دېوال لګولي"

د امريکا متحده ايالتو تر سل ميليونو ډالرو ډېري هغه پيسې چې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره مبارزې ته ځانګړي شوي وې، د امريکا او مکسيکو تر منځ دېوال پر جوړولو باندې لګول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

له کابل ښاره لسګونه معتادین د درملنې لپاره را ټول کړل شول

له کابل ښاره لسګونه معتادین د درملنې لپاره را ټول کړل شول. د عامې روغتیا وزات د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیې قوماندانۍ د پولیسو په مرسته یې د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه (۱۵۰) معتادین را ټول او د درملنې لپاره یې زر بستریز روغتون ته انتقال کړي دي. د یادونې وړ ده چې د سږني شمسي کال له پیله تر اوسه په اوو مرحلو کې له کابل ښاره دوه زره معتادین را ټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته معرفي شوي دي.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 103news.com — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media









103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России



Топ 10 новостей последнего часа



Rss.plus


Новости России







Rss.plus
Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России