د افغانستان د پوځ یوه څرخي الوتکه د حیرتان بندر ته څېرمه رالوېدلې ده
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بلخ کې د ملي اردو د يوې MI-17 ډوله څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د ٤ پيلوټانو په ګډون ٧ تنه سورلۍ وژل شوې ده. د هوايي ځواکونو دغه څرخي الوتکه د حیرتان سوداګریز بندر ته څېرمه رالوېدلې ده. دغه وزارت پرون په يوه اعلاميه کې وويل، دا څرخي الوتکه ملي اردو د ٧٧٧ مې قطعې مربوط وه. بلخوا، په شمال کې زون کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي د دې پېښې په اړه پرون ازادۍ راډيو ته وويل: "دا يوه روزنيزه الوتنه وه، چې پرون د مازيګر پنځه بجې او ٣٠ دقيقې له تخنيکي... Читать дальше...