افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو مسؤلیت غیر دولتي مؤسسو ته وسپارل شو
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په پلازمېنه او ولایتونو کې د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو مسؤلیت غیر دولتي مؤسسو ته وسپارل شو. دغه وزارت اعلان کړی چې د غیر دولتي بنسټونو په مدیریت د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ درملنې او تشخیص ښې پایلې درلودې، نو له املهیې دا پرېکړه کړې چې د اړوند ټولو روغتونونو مدیریت دې همدې بنسټونو ته وسپارل شي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۹» هرات کې خبریالانو ته وویل دا پرېکړه د افغانستان حکومت، نړیوال بانک او مرستندویو بنسټونو په هوکړه ترسره شوې او وزارت به د دوی له کارونو څارنه کوي. Читать дальше...