پر اساسي قانون د څار د کمیسون غړی عبدالروف هروي ومړ
د افغانستان پر اساسي قانون د څار د خپلواک کمیسون غړی او د ازادي راډیو پخوانی خبریال عبدالروف هروي د شنبې په ورځ ومړ. ددې کمیسون یو بل غړي ابوبکر متقي ازادي راډیو ته وویل، عبدالروف هروي د درملنې لپاره ایران ته تللی و چې هېواد ته د بیرته د ستنیدو پر مهال یې د مشهد په هوايي ډګر کې ساه ورکړه. د هغه خپلوانو ویلي چې هروي د سرطان ناروغي درلوده. عبدالروف هروی د هرات ولایت و. هغه د فقې او قانون په برخه کې د مصر په الاذهر پوهنتون کې دکتورا اخیستې وه. نوموړي څوکاله په قاهره او وروسته په کابل کې ازادي راډیو سره د خبریال په توګه دنده ترسره کړې وه.