د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د لوړې کچې بحثونه پیلېږي
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د لوړې کچې بحثونه راروانه سې شنبه پیلېږي. سږ کال د کرونا وبا له کبله د نړۍ ګڼ مشران یا په انلاین بڼه په دې غونډه کې برخه اخلي، یا یې هم غونډې ته خپل ثبتي وېډیويي پیغامونه لېږلي دي. دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې اول وار دی چې عمومي غونډه تر ډېره په مجازي بڼه کېږي. د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بحث وړ موضوعات په نړۍ کې د کرونا ویروس وبا، نژادپالنه، نابرابري، اقلیمي بدلون، بېوزلي، لوږه، وسلهوالې شخړې او نور مسایل دي. ملګري ملتونه وايي د دغو چلنجونو په وړاندې... Читать дальше...