ځوانان د شنه او سمسور ږوب لپاره مبارزه کوي
دغو ځوانانو د "اشر" په نوم د ټولنیزو رسنیو د یو ګروپ نه کار پیل کړی او اوس یې په کلیو او بانډو کې له خلکو سره لیدل کتل او هغوی ته د ځنګلونو، ځنګلي ژویو او چاپېرچل د حفاظت په اړه معلومات ورکول پیل کړي دي.
دغو ځوانانو د "اشر" په نوم د ټولنیزو رسنیو د یو ګروپ نه کار پیل کړی او اوس یې په کلیو او بانډو کې له خلکو سره لیدل کتل او هغوی ته د ځنګلونو، ځنګلي ژویو او چاپېرچل د حفاظت په اړه معلومات ورکول پیل کړي دي.
د خبریالانو غونډې له وفاقي حکومته پر میډیا د لګېدلو بندیزونو په زغرده لیرې کولو غوښتنه وکړه او وايي، که داسې ونه شول نو د میډیا صنعت د تړل کېدو له خطر سره مخامخېدلای شي.
د افغانستان "د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ" چې ټولې فعالانې یې ښځې او نجونې دي وايي حکومت او طالبان باید په روانو مذاکراتو کې ښځینه خبریالانو ته حق ورکړي چې دغه بهیر له نږدې وڅاري او په اړه یې خبرونه او رپورټونه جوړ کړي.
د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سبا په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، د مصالحې عالي شورا لوړپوړي غړي دغه سفر کې د ښاغلي عبدالله ملګرتیا کوي. نوموړی به دې سفر کې د پاکستان له صدر اعظم، ولسمشر، د سنا له رییس ،د ملي اسامبلې له مشر او بهرنیو چارو وزیر سره وګوري. دا سفر داسې مهال کېږي چې د افغانستان د دولت مرکچیان په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته ناست دي، هغه خبرې چې په ظاهره لانجمنې شوي دي.
په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي یو غړی وایي، دواړه لوري هڅه کوي چې پر بنسټیزو بحثونو مخامخ خبرو ته ولاړ شي او دا کار وخت غواړي. عطاالله لودین په هغو څرګندونو کې چې نن د سولې په چارو کې د دولت وزارت خپرې کړي وایي، اجنډا ته په داخلېدو به د دوی اصلي غوښتنه اوربند وي. دی وایي، بحثونه یې پېچلي، خو دوی یې په اخلاص مخته بیایي او پر طالبانو هم بدګمانه نه دي. هغه زیاته کړه: "مونږ چې له کوم فکر، ارادې او نظر سره راغلي یو، هغه کې ډېر صداقت دی، ډېر اخلاص دی، زمونږ هدف همدا دی هرڅومره ژر چې امکان وي،... Читать дальше...
په بلوچستان کې چارواکي اندېښنه لري چې کورونا وایرس يو ځل بيا مخ پر خپرېدو دی چې له وجې یې د دې صوبې د خلکو ژوند بيا سختيدلی شي.
د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ پر حکومت ټینګار کوي چې، له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د بیان ازادي د سرې کرښې په توګه په پام کې ونیسي. د دغه بنسټ غړیو د یکشنبې په ورځ کابل په یوې خبري ناسته کې وویل، حکومت باید ښځینه خبریالانو ته د خبرونو او راپورونو د جوړولو په هدف د دوحې په روانو مذاکراتو کې د ګډون حق ورکړي. د افغانستان "د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ" چې ټولې فعالانې یې ښځې او نجونې دي وايي حکومت او طلبان باید په روانو مذاکراتو کې ښځینه خبریالانو ته حق ورکړي چې دغه بهیر له نږدې وڅاري او په اړه یې خبرونه او راپورونه خپاره کړي. Читать дальше...
د بیلاروس د بهرنیو چارو وزیر لویدیځ هېوادونه تورن کړل چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. اولادزیمېر مکي ویلي، دغه هېوادونه غواړي بیلاروس کې له ټاکنو وروسته رامنځ ته شوي اړودوړ او اعتراضونو ته لمن ووهي. نوموړي پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د ویډیویي پیغام پر مهال وویل: "مونږ داسې هڅې ګورو چې په هېواد کې وضعیت کړکیچنوي." ټاکل شوې متحده ایالات، اروپایي ټولنه، بریتانیا او کاناډا ژر پر بیلاروس د وروستیو مظاهرو د ځپلو په خاطر بندیزونه ولګوي. دا مظاهرې د اګسټ د نهمې له انتخاباتو وروسته... Читать дальше...
په رومانیا کې د محلي ټاکنو د رایې ورکونې مرکزونه پرانیستل شوي دي. شاوخوا ۱۹ میلیونه د رایې ورکونې وړ کسان دغلته د محلي چارواکو، د شورا د مشرانو او ښاروالانو څه باندې ۴۳ زره بستونو ته کسان ټاکي. په دغه اروپایي هېواد کې دا ټاکنې تېرې جون میاشتې ته پلان شوې وې، خو د کرونا وبا له کبله ځنډېدلې وې. داسې وېره شته چې د کرونا ویروس له ویرې به ټاکنو کې د خلکو ګډون هم کم وي، ځکه رومانیا کې د دغه ویروس څه باندې ۱۲۱۰۰۰ پېښې ثبت شوي او ۴۷۰۰ تنه ېې مړه کړي دي.
ارمنیايي حکومت د سېپټمبر پر ۲۷ مه په هېواد کې مارشل لا اعلان کړې ده او پوځ یې په حرکت کې راوستی دی.
په قطر کې د دولت او طالبانو د مذاکراتي ډلو غړي پر یوه او بل تور پورې کوي، چې د منل شویو اصولو خلاف ځینې مسایل له رسنیو سره شریکوي. که څه هم د دولت یوه مذاکره کوونکې وايي، اصلاً د طالبانو له خوا ځینې مسایل له رسنیو سره شریکېږي، خو د طالبانو یوه مذاکره کوونکی بیا د دولت مذاکراتي ډله ملامتوي. په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ پر طرزالعمل د بحثونو په ترڅ کې اختلافات په زیاتېدو ښکاري. دا مهال دواړه لوري یو او بل له ځینو منل شویو اصولو په سرغړونه تورنوي. دواړو لوریو د طرزالعمل... Читать дальше...
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته د خيبرپښتونخوا د کرک يو ځوان سندرغاړی سيد ماهي شاه مېلمه کړی وو. ده د موسيقۍ له خپل شوق سره سره په انګليسي ژبه کې ماسټري هم کړې ده او دا وخت په پېښور پوهنتون کې د يوه استاد به توګه کار کوي. دی وايي، هنر ته د زده کوونکو د هڅولو لپاره بايد په تعليمي ادارو کې د موسيقۍ پروګرامونه جوړ شي. د ماهي شاه دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ محافظه کاره قاضي، امي کاني بارېټ د امریکا د سترې محکمې د غړې په توګه نومولې ده. د امریکا د ډېرو حساسو سیاسي مسایلو په اړه پرېکړې ستره محکمه کوي. تمه ده سنا چې جمهوري غوښتونکي اکثریت په کې لري، د نومبر په درېیمه نېټه د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې نوموړې پر دې څوکۍ تایید کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون- د سېپټېمبر په ۲۶مه په داسې حال کې چې قاضي امي کاني بارېټ یې څنګ ته ناسته وه، نوموړې د سترې محکمې غړیتوب ته ونوموله. ښاغلي ټرمپ د استېناف دا قاضي هغه فوق العاده... Читать дальше...
د پښتونخواملي عوامي ګوند مشر محمود خان ویلي دي چې دوي د پوځ مخالف نه دي خو په سیاست کې به د پوځ لاسوهنه د منلو وړ نه وي.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو څېړنیز بنسټ په یو راپور کې لیکلي دي، چې حکومتي ادارې د معلوماتو د شریکولو په برخه کې کمزوری عمل کوي. د دې بنسټ مسئولینو یاد راپور معلوماتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې د رانږدې کېدو سره هم مهاله خپور کړی او خبریالانو ته يې ویلي چې په معلوماتو محدودیت په دولتي ادارو کې فساد ته زمینه برابرول دي. معلوماتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې د رارسېدو په رانږدې کېدو سره د اداري فساد په وړاندې د مبارزې بنسټ د یو شمېر دولتي ادارو مسولین د معلوماتو د ورکولو په محدودیت تورن کړي دي. Читать дальше...
ارزګان روغتیايي چارواکي وايي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ګڼو ماشومانو ژوند د شري او ګوزڼ د ناروغیو له خطر سره مخ دی. د ارزګان ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي له تېرو دوه کلنو راهیسې یو لک او شپاړس زره ماشومان د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد له واکسینو بې برخې دي. دوی وايي، وسلهوال طالبان اجازه نه ورکوي چې په دې سیمو کې ماشومانو ته واکسین ورکړي. د ارزګان د عامې روغتیا د ریاست د واکیسنو د برخې مسؤل سیفالدین بارک ازادي راډیو ته وویل، د وسلهوالو طالبانو تر واک لاندې... Читать дальше...
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو او اور اخیستو په پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه مړه شوي دي. دغه پېښه پرون کراچۍ ښار ته نژدې شوې ده او موټر کې د پولیسو په وینا ټول ۲۵ تنه سپاره وو. لس تنه سپرلۍ له پېښې روغ ژغورل شوي دي. پاکستان کې په ځانګړې توګه غرنیو سیمو کې یې ترافیکي پېښې عادي دي چې لامل یې بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی. تېر کال پاکستان کې ۹ زره ترافیکي پېښې شوي چې ۴ زره کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کرنې او خوراکي خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، دغه پروژه د نړیوال بانک د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په وړیا مرستو پلې کېږي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې دغه پروژه به په دوو کلونو کې په ۳۴ ولایتونو کې پلې شي. هغه زیاته کړه: "د اوبولو لګولو د کانالونو بیاروغونې، د اوبو د مدیریت، د اصلاح شويو تخمونو د ویش او په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو لپاره د کچالو، پیازو او سبزیو لپاره د سړو خونو په برخه کې عملي کېږي." د افغانستان د کرنې او مالدارۍ... Читать дальше...
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې په چاړه د خلکو د وهنې پېښې په تور یو پاکستان توکمه ځوان منلې چې قصداً یې د شارلي اېبدو مجلې پخوانی دفتر په نښه کړی وو.
ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په نهمه لوبه کې راجستان رایلز او کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. دا لوبه نن ماښام د شارجه کرکټ په لوبغالي کې په ځای وخت شپږ نیمې بجې پیلېږي. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا حیدر اباد لوبډلې خپله دوهمه لوبه هم وبایلله. د کلکته کنګ رایډرز سره په لوبه کې سنرایز لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې هدف وټاکه چې یاد هدف د کلکتې لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو د سیالۍ په اتلسم اور کې پوره کړ. Читать дальше...
طالبان وايي، له افغان دولت سره د دوی د پیل شویو خبرو اساس، له امریکا سره شوې هوکړه ده. د دغې ډلې مرکچي پلاوی وايي، له امریکا سره د طالبانو د سولې شوی تړون له افغان دولت سره د مذاکراتو د پیل لپاره اساسي شرط دی او که ونه منل شي، خبرې به ګټه ونه لري. د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي ملا خیراالله خواه د طالبانو د العماره ویب پاڼې سره په خپله وروستي مرکه کې چې ویلي، افغان مرکچي پلاوی ټینګار کوي چې د دوی مذاکرات یو نوی پیل دی او هغه څه نهدي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې دوام وبلل شي. طالبانو... Читать дальше...
پولیسو کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک مازدا ډوله موټر نیولی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، دغه موټر کې څلور زره کیلو ګرامه سودیم نایټریټ مواد ځای په ځای شوي وو. له دغو موادو د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو په جوړولو کې ګټه اخیستل کېږي. دغه موټر د کابل پلچرخي سیمه کې پر عمومي سړک نیول شوی او پولیسو یې چلوونکی توقیف کړی دی.
په فرانسه کې یو ځوان، د ساتول په واسطه پر دوو کسانو د برید په شک ونیول شو. دغه کس منلې چې په قصدي ډول یې په پاریس کې د شارلي ابدو مجلې پر پخواني دفتر برید پلان کړی و. څېړونکو د دغه ۱۸ کسن ځوان نوم حسن اې(Hassan A) معرفي کړی او پرون یې ویلي دغه ځوان د دې طنزیه مجلې پر دفتر د حملې هڅه کړې ده. د ساتول په واسطه د دغه ځوان په حمله کې تېره جمعه یو سړی او یوه ښځه ټپیان شوي چې د پومیغ لینه په نوم خبري شبکې له دفتره دباندې یې سګرېټ څکول. د پاریس په مرکزي برخه کې د دې خبري شبکې دا دفتر په هماغه... Читать дальше...
په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوی یو غړی وایي، د افغانستان ښځې باید د خپلې راتلونکې په اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه لري. طالبانو په خپله واکمنۍ کې ښځې له زده کړو او کارونو منعه کړې وې. اوس چې له دې ډلې سره د سولې خبرې روانې دي، د د بشري حقونو فعالان په افغانستان کې د ښځو راتلونکې ته اندېښمن دي. مولوی عبدالسلام حنفي د طالبانو له الاماره ویبپاڼې سره مرکه کې ویلي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم ښځو روغتونونو کې کار کاوه او د پولیسو لیکو کې یې د تالاشۍ دنده مخته وړه، خو په خبره یې دا چې حالات جنګي... Читать дальше...
نن د سېپټېمبر۲۷ مه د ګرځندوی له نړیوالې ورځې سمه ده. افغان چارواکي وايي، سره له دې چې په هېواد کې ناامني روانه ده او د کرونا ویروس د خپرېدو خطر لا په بشپړه توګه له منځه نه دی تللي خو بیا هم سیلانیان د هېواد د بېلابېلو توریستي سیمو لیدو ته ورځي. د افغانستان د توریزم د تصدۍ مسئولین وايي، سره له دې چې په افغانستان کې ناامني ده او د کرونا ویروس د خپرېدو بشپړه مخه لا نه ده نیول شوې، خو بیا هم سیلانیان غواړي د هېواد توریستي سیمې وویني. د افغانستان د توریزم د تصدۍ ريیس فردین ضیايي ازادي راډیو ته... Читать дальше...
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости