د افغانستان او پاکستان د کمې شوې سوداګرۍ وجه څه ده؟
افغان چارواکيوايي پاکستان سره بې ثباتو اړيکو مجبوره کړي چې د مرکزي اسيا او ایران سره سوداګري زیاته کړي. د دوی په وېنا له دې امله د اسلام اباد او کابل تجارتي راکړه ورکړه کمه شوې ده. د افغانستان د تجارت وزارت وياند، جاويد دبیر وايي د پايداره ښو اړيکو د نشتوالي له امله افغان حکومت کوښښ کړی چې پر پاکستان د خپل ضرورت تکيه کمه او نورو هېوادونو ته مخ کړي. هغه د سپتمبر په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل: ((موږ هرکال پاکستان ته د ۴۰۰ ميليونو ډالرو برامدات کوو. دا شمېره لا نوره هم مخ پر زیاتېدو ده. خو له پاکستانه د سامانونو راوړل ډېر کم شوي دي. Читать дальше...