سپريم کورټ وزیر اعظم عمران خان ته نوټس لېږلی
د پاکستان سپریم کورټ د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه (نن) وزیراعظم عمران خان ته د واکمن تحریک انصاف ګوند د وکیلانو ټولنې انصاف لایرز فورم په غونډه کې د ګډون او د دې غونډې لپاره د ولسي مرستو کارولو په تور نوټس ورلېږلی دی. د سپريم کورټ د دوه کسيزه ججانو ډلې د پنجاب صوبې د ځمکو د يوې قضيې په اورېدنه کې جسټس قاضي فايز عيسا ويلي، عمران خان د يوه ګوند وزیراعظم نه بلکې د ملک وزيراعظم دی. نوموړي جج ويلي وزیراعظم څنګه ریاستي وسيلي غلطې کارولی شي دا د بنيادي حقونو سره تړلې خبره ده. جسټس فايز عيسا ویلي دغه معامله... Читать дальше...