زلزلې په ترکي او یونان کې ۱۹ کسان وژلي سلګونه ژوبل دي
په ترکي او يونان کې د اکتوبر پر ۳۰مه شوې زلزلې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژلي او سلګونه نور د پرېوتو ودانیو لاندې او سېلاب کې ژوبل شوي دي. زلزلې د ترکي د اژه سمندر ساحل او د يونان ساموس ټاپو ځپلي دي. د ترکي چارواکي وايي، د هېواد دريم لوی ښار ازمير چې نږدې ۳۰ لکه ابادي لري، پکې ۱۷ کسان مړه شوي او څه باندې ۷۰۰ ژوبل دي. تر دې وړاندې چارواکو ویلي ول چې زلزلې د اژه سمندر په ساحل کې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي او تر ۲۰۰ ډېر ژوبل دي. دغې زلزلې استانبول ته نژدې ځینې سیمې او د یونان جزایرو ځینې برخې هم لړزولې دي. Читать дальше...