خلیلزاد د ترکیې له باندنیو چارو وزیر چاوش اوغلو سره ولیدل
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون پنجشنبه (د لړم ۲۲مه) د ترکیې له باندنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره ولیدل.
د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې، دواړو خواوو د افغانستان د سولې د پروسې د وروستیو انکشافاتو په اړه خبرې وکړې.
په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ له دوو میاشتو راهیسې خبرې روانې دي، خو پرمختګ یې نه دی کړی، خو جګړو تر پخوا زور اخېستی دی.
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر د راپور له مخې، د سږکال په لومړیو ۹ میاشتو کې څه کم ۶ زره ملکي افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.