امریکا د چيچنيا سيمې پر مشر "رمضان قادروف" نور بنديزونه ولګول
د امریکا متحدو ایالتونو د روسیې د شمالي قفقاز د چیچنیا د سیمې د مشر رمضان قادروف پر ضد نور بندیزونه ولګول.
د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت پرون (پنجشنبه) د قادروف او پنځو تنو نورو پر ضد دا بندیزونه اعلان کړل او ویې ویل چې په دغو بندیزونو کې ۶ روسي شرکتونه، چې له قادروف سره نږدې تړاو لري، هم شامل دي.
قادروف د روسیې د ولسمشر ولادیمیز پوتین کلک ملاتړی دی.
نوموړی، چې له له ۲۰۰۷ څخه د چیچنیا مشر دی، د بشري حقونو د روسي او نړیوالو ډلو له لوري د بشري حقونو په پراخو سرغړونو لکه بې محاکمې اعدامونو، شکنجو او یرغمل نیونو تورن دی.