"تېرو ۶ میاشتو کې د رسنیو ۲۰ سلنه ښځینه کار کوونکو دندې پرېښي"
په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د رسنیو ۲۰ فیصده ښځینه کار کوونکو خپلې دندې پرېښې دي. دغې ادارې یې عمده علت په دې موده کې په افغانستان کې د هدفي وژنو زیاتېدل او د کرونا ویروس له کبله اقتصادي رکود ښوولي دي. د خبریالانو د خوندیتوب ادارې په حواله، په وروستیو میاشتو کې تر ۳۰۰ زیاتو ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښي. بل خوا نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیه مشر مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل، د رسنیو ګڼ کار کوونکي چې دندې یې پرېښې له هېواده د وتلو هڅه کوي... Читать дальше...