ننګرهار چارواکي: د کانونو د پروسس او استخراج ستونزې به ژر حل شي
![ننګرهار چارواکي: د کانونو د پروسس او استخراج ستونزې به ژر حل شي](https://gdb.rferl.org/D5B59BF0-D907-49FC-B074-D8F79244DC85_w800_h450.jpg)
د ننګرهار چارواکي وايي، دغه ولایت کې یې د کانونو د استخراج پر وړاندې پرتې ستونزې د کانونو او پټرولیم له وزارت سره شریکې کړې.
د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي پرون دوشنبه (د کب ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل، لومړی د شینواور، شېرزادو او خوږیاڼیو ولسوالیو پانګوالو او د کانونو د استخراج کار کوونکو خپلې ستونزې له والي ضیا الحق امرخېل سره شریکې کړې.
نوموړي وویل: "ننګرهار والي د کانونو له وزیر هارون چخانسوري سره ټیلیفوني خبرې وکړې او ډاډ یې ترلاسه کړ چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې د کانونو د پروسس او استخراج ستونزې حل کړي."
د والي ویاند وايي، په ننګرهار کې د کانونو د پروسس او استخراج ۳۴ فابریکې شته چې دوه کاله مخکې ۲۵۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، خو په وروستیو کې یې چارې په ټپه درېدلې دي.