د امریکا میامي ښار نړېدلې ودانۍ کې یو بل مړی وموندل شو
د میامي ښاروال ویلي چې تر اوسه پورې د پنځو تنو مړي له کنډوالو راایستل شوي دي.
تر پرون پورې په دې پېښه کې د بېدرکه شویو کسانو شمېر ۱۵۶ تنه ښودل شوی و.
د پنجشنبې له ورځې چې دا ودانۍ نړېدلې، سلګونه مرستندویان هڅه کوي چې تر کنډوالو لاندې کسان ومومي.