افغانستان کې د جنګ جګړو زیاتوالی؛ د بزګرانو حاصلات او زحمتونه په اوبو لاهو کېږي
د افغانستان بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جنګ جګړو له زیاتېدو سره سم د کرنیزو محصولاتو د راټولولو فصل هم رارسېدلی. په دې موسم کې باید بزګران د خپلو کرنیزو محصولاتو په راټولولو لګیا وای، خو په ځینو سیمو کې د پرلهپسې جګړو له امله بزګران نهشي کولای چې خپلو کارونو ته ورسېږي. د بدخشان مرکز فیضاباد ښار اړوند د شورابک د سیمې اوسېدونکی بزګر صفيالله وايي، د جګړو له املهيې د څو میاشتو د زحمت حاصل په ځمکه ولاړ دی او نهشي کولای چې راټوليې کړي. نوموړی چې د جګړې له لومړۍ لیکې... Читать дальше...