په یمن کې د ۷۰ تنو وژنه؛ امریکا دلته د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه
د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د یمن د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه. انتوني بلېنکن وروسته تردې دا خبره وکړه چې د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په یمن کې د حوثي یاغیانو د توقیف یو مرکز په نښه کړ. د دې برید په ترڅ کې لږ تر لږه اویا تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. انتوني بلېنکن په یوه بیان کې وویل، په جګړه کې زیاتوالی یوازې بشري بحران ژوروي او د یمن د خلکو کړاو پسې زیاتوي. د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونه وایي، حوثیانو ملګروملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې... Читать дальше...