اوکراین: جرمني د یووالي د کمزوري کولو او د پوتین د تشویقولو هڅه کوي
په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې احتمالي یرغل ته اندېښنې ډېرې شوي، اوکراین تور پورې کړی چې جرمني د " یووالي د کمزوري کولو" او د ولادمیر پوتین د تشویقولو هڅه کوي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې " اوکراین ته د دفاعي وسلو د لېږد د امکان د نشتوالي په اړه د جرمني وروستی دریځ د اړیکو له کچې او شته امنیتي وضعیت سره مطابقت نه لري. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د جرمني پر دې خبره خواشیني څرګنده کړې چې ویلې يې دي، اوکراین ته د دفاعي وسلو د لېږد امکان نه شته.... Читать дальше...