یونېسف: اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق، یونېسف یوه چارواکي د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو او روغتیا پالانو وضعیت ډېر د اندېښنې وړباله. د دې ادارې د ارتباطاتو مسول پراوران مهات چې له دغه روغتونه یې کتنه کړې د یونېسف پر ټویټر پاڼه په یوه ویډیویې پیغام کې له ټولو لورو وغوښتل چې په افغانستان کې پر خوار ځواکۍ او نورو ناروغیو د اخته ماشومانو د ملاتړ لپاره زیاتې مرستې وکړي. دی وايي: "یونېسف اټکل کوي چې له عاجل اقدام پرته به روان کال له یو میلیون زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. Читать дальше...