جرمني د هاکي نړیوال جام اتلولي وګټله
د هاکي لوبو د نړیوال جام په پایلوبه کې جرمني د بلجیم لوبډلې ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د اتلولۍ جام وګاټه. دغه سیالۍ چې د هاکي نړیوال فدراسیون له لوري په هندوستان کې پیل شوې وې، د یکشنبې (د جنورۍ ۲۹مه) په ماښام د جرمني په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د پايلوبې په ټاکلي وخت کې دواړو لوبډلو ۳-۳ ګولونو ترسره کړل او لوبه یې برابره کړه، جرمنان د پنالټي په شوټونو کې ۵-۳ له بلجیم مخکې شول. یادې سیالۍ د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه د هند په کوربهتوب د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې چې د ۱۷ ورځو په جریان کې ۴۴لوبې ترسره شوې. Читать дальше...