په بلخ کې چاودنې مرګژوبله اړولې
په بلخ ولایت کې یوې چاودنې یو شمېر خبریالانو ته مرګژوبله اړولې ده. په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ اداره نی وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې درې کسه وژل شوي او لس کسه خبریالان ټپیان دي. د نی مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، د وژل شویو کسانو هویت له تر اوسه معلوم نه دی چې خبریالان دي که نه. په بلخ ولایت کې یو شمېر سرچینو بیا ازادي راډيو ته ویلي، دغه چاودنه نن شنبه سهار شاوخوا ۱۱ بجې د مزارشریف ښار دویمه امنیتي حوزه کې اړوند د تبیان فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د یوې غونډې پر مهال شوې ده. Читать дальше...