Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Май
2023

Новости за 01.05.2023

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ اکاډمۍ اړوند لوبغاړو ظرفيت لوړونې لپاره رزونکي ګمارل شوي

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د مې په لومړۍ نېټه په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ملي کرکټ اکاډمۍ لپاره یې دوه نور بهرني روزونکي هم په دنده ګمارلي دي. يادې ادارې ليکلي: "منډيپ سېنګ چې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې او له ۱۳ کالو ډېره تجربه لري د فیزیوټراپسټ او راجېش چوهان چې د زمبابوې، مالیزیا، سنګاپور، راجستان روبالز او ګڼ شمېر نورو لوبډلو سره د دندې تجربه او لوړې زده‌کړې لري د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه وګمارل شول." کرکټ بورډ زیاتوي، د یادو روزونکو تر ګمارنې وروسته به اوس د ټولو لوبغاړو درملنه په افغانستان کې کېږي او دا چاره به د ډېر لګښت مخه ونیسي.




Pa.azadiradio.com 

ازبکستان کې ټولپوښتنه؛ اساسي قانون کې وړانديز شوي بدلونونه تاييد شوي

د ازبکستان چارواکي وایي چې رایه ورکوونکو د یکشنبې د ورځې په ټولپوښتنه یا ریفرانډم کې په اساسي قانون کې وړاندیز شوي تعدیلات تایید کړي دي. یو له دغو وړاندیزونو د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ته زمینه برابروي چې تر ۲۰۴۰م کاله پورې په قدرت کې پاتې شي. بهرنیو څارونکو وویل، داسې ښکاري چې د یکشنبې د ورځې ټولپوښتنه ښه مخته تللې خو دا یې هم ویلي چې داسې برېښي د رایو په شمېرلو کې ستونزې شته او هم دوی د ازبکستان په ټولنه کې د رښتیني سیاسي اپوزیسیون یا خپلواکو رسنیو نشتوالی نورې پراخې ستونزې یادې کړې دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

فريډم نېټورک: اسلام اباد د خبریالانو لپاره تر ټولو زیات خطرناکه ښار دی

فریډم نېټورک خپل رپورټ د مې پر درېيمه د رسنيو د ازادۍ د ورځې په مناسبت خپور کړی دی. د تنظیم مشر اقبال خټک د مې پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل تر ټولو زیاتې ۴۰ سلنه پېښې په اسلام باد کې شوي دي.

Mashaalradio.com 

د مزدور نړيواله ورځ او پښتنو مزدورانو حال

د مې لومړۍ نېټه په نړۍ کې د مزدور د ورځې په توګه لمانځل کیږي. په پېښور کې مزدوران وايي چې د پيسو ارزښت او روزګار کمېدو له وجې یې د ژوند چارې په سم ډول پرمخ نه ځي. په دې ويډيو کې د يو ریسټورنټ د کار کوونکو خبرې اورئ چې وايي د غریبۍ زیاتېدو له امله ډير خلک نه ورځي نو ځکه د دوی کاروبار خراب دی. نور حال د وسیم سجاد په ويډيو راپور کې وګورئ.

Mashaalradio.com 

د ماشومانو واکسینول ولې اړین دي؟

په روغتیا او درملنه خپرونه کې مو د ماشومانو د واکسینولو پر ارزښت او ګټو او داراز د واکسینونو نه ورکولو تاوانونو په اړه بحث کړی دی. له دې پرته په ماشومانو کې د غذاییت د کمښت او د هغوی د خوار ځواکۍ د مخنیوي پر لارو چارو هم غږېدلي یو. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر کې د ښځو ونډه مهمه وبلله

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې جیلیان تریګز کابل ته په خپل سفر کې اړمنو کسانو ته د مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه مهمه بللې ده. نوموړې د یکشنبې په مازدیګر کابل ته رسېدلې. مېرمن تریګز داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په‌کې یې پر افغان ښځو د کار بندیز غندلی و او له طالبانو یې غوښتي و چې د ښځو پر ضد له ځپونکو کړنو لاس واخلي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرچینې: په کابل او ځینو ولایتونو کې د نجونو ښوونځیو ته د کانکور فورمې لېږل شوي

په کابل کې د نجونو د ښوونځيو ځینو مسوولانو او زده‌کوونکو ازادي راډیو ته ویلي، د ۱۴۰۲ لمریز کال په کانکور کې د ګډون فورمې ورکړل شوي. د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت او د ازموینو ملي ادارې که څه هم تر دې دمه په رسمي ډول نجونو ته په کانکور کې د ګډون کولو د اجازې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو ځینو سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې په کابل او ځینو ولایتونو کې د کانکور فورمې ښوونځیو ته لېږل شوي چې له دولسم ټولګي فارغې نجونې یې ډکې کړي او دوی ته په کانکور کې د ګډون زمینه برابره شي. د کابل د یوه دولتي ښوونځي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د مردان دکانداران ولې ځان سره وسلې ساتي؟

د خیبرپښتونخوا په مردان کې د غلاوو او د ټوپک په زور د پیسو اخیستو د پېښو تر زیاتېدو وروسته دکاندارانو ځان سره وسلې ساتل شروع کړي دي. دکانداران وايي په زور د پیسو اخیستو پېښو له وجې اوس خلک دکانونه وختي بندوي نو ځکه کاروبار خراب شوی دی. پولیس وايي دوی د امنيت برابرولو لپاره ټينګ ګامونه اخیستي دي. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيو راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

شاهين: د دوحې غونډه ته د طالبانو نه وربلل د افغانستان مسئله نوره هم پېچلې کوي

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب د افغانستان په تړاو غونډه نن او سبا په دوحه کې ترسره کېږي، خو تر اوسه د غونډې د جریان هېڅ معلومات نه‌دي خپاره شوي. غونډه کې د پنځه وېشتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي د افغانستان په اوسني وضعیت خبرې کوي، خو د طالبانو د حکومت استازی نه‌دی وربلل شوی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او ملګرو ملتونو ته د طالبانو له‌خوا ټاکل شوي استازي سهېل شاهین ازادي راډیو ته وویل، غونډې ته د دوی نه وربلل د مسئلې له حل سره مرسته نه‌کوي. نوموړي وويل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوحې غونډې ته غبرګونونه؛ افغان فعالانو، معترضانو او سازمانونو ګوټېرېش ته لیکونه استولي

یو شمېر افغانان چې د افغانستان دننه په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې کار کوي، له طالبانو سره یو اصولي او عملي تعامل د افغانانو د هوساینې لپاره یوه اړتیا بولي. دوی د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته په یوه پرانیستي لیک کې د هغو خنډونو د لېرې کولو غوښتنه کړې چې د دوی له قوله، د افغانانو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ مخه نیسي. د دې لیک یوې لاسلیک کوونکې د سولې نوبل جایزې ته نوماندې محبوبه سراج ازادي راډیو ته وویل: "موږ یو لیک لیکلی او په دې لیک کې مو یوازې خپل نظریات او د اوسنیو ستونزو د وتو حل لار ملګرو ملتونو ته ښودلې ده او بس. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کارګرانو نړيواله ورځ؛ امکا: افغان کارګران له کمو انساني حقونو هم برخمن نه‌دي

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه یا امکا وايي، افغان کارګران له ډېرو کمو انساني حقونو هم برخمن نه‌دي، کاري خوندیتوب یې ختم شوی او سیستماتیک تبعیض ورسره کېږي. میرزا ګل د کابل پر سړکونو له سهاره تر ماښامه د کار موندلو هڅه کوي خو وايي، کار نه ورته پیدا کېږي. نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د یوې ۷ کسیزې کورنۍ سرپرست دی او اړ دی چې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي. میرزا ګل وايي: "ټول خلک له دندو لرې شوي، پیسې نه‌شته، خلک خپل اولادونه نه‌شي مړولای، نو څوک دومره پیسې له کومه کړي چې ابادي وکړي او موږ کار ته بوځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه؛ ايا طالبانو سره د تعامل په اړه به په‌کې پرېکړه وشي؟

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ غونډه، هغه چې د بندو دروازو تر شا کېږي او له‌‌منځه یې د رسنیز پوښښ اجازه نه‌شته. خو د ملګرو ملتونو سازمان پرون ناوخته یوه اعلامیه کې د دې غونډې بنسټیز اهداف اعلان کړل. د دې سازمان اعلامیه کې لیکل شوي: "هدف دا دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو، د ټولشموله حکومت جوړېدو، له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې نړیوال تعامل قوي شي." اعلامیه کې زیاته شوې، د دې غونډې موخه نړیوالې ټولنې سره د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ملګري ملتونه په قطر کې د افغانستان حالاتو د ارزونې غونډه کوي

ملګري ملتونه په قطر کې نن (د مې پر لومړۍ نېټه) د افغانستان په اړه د هغې نړيوالې دوه ورځنۍ غونډې کوربه دی چې طالبان نه دي وربلل شوي. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړي استازي ګډون کوي. ملګرو ملتونو ويلې چې په دې غونډه کې به د نړۍ بېلابېلو هېوادونو استازو ته د افغانستان د حالاتو په اړه معلومات وړاندې شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد د اپرېل پر ۱۸مه د امریکا په پرېنسټن پوهنتون کې ويلي وو چې په هغه نړیواله غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه کېږي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

نوی کتاب: طالبان په چارټر الوتکو کې پاکستان ته د ملاقاتونو لپاره تلل

پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو په اړه په یو نوي کتاب کې راغلي چې د طالبانو وزیرانو د مهمو پرېکړو لپاره په ځانګړو چارټر الوتکو کې پاکستان ته سفر کاوه او هلته یې له چارواکو سره مشورې کولې. د امریکا د دفاعي چارو ملي پوهنتون استاد او د کتاب لیکوال حسن عباس وايي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي یوشمېر ځلې په پاکستان کې د پخواني پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدلي او د هغه تر اجازې وروسته یې هندیو ډېپلوماټانو ته په افغانستان کې د کار اجازه ورکړه. د طالبانو حکومت او پوځ لا په کتاب کې د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هلمند کې يوې سيمه‌ييزې رسنۍ د شاعرانو ترمنځ د ترنم سيالي جوړه کړې وه

هلمند کې د سکون په نوم يوې محلي رسنۍ د دغه ولايت د شاعرانو او نعت ويونکو ترمنځ د ترنم سيالي جوړه کړې وه. محمد رفيع بختيار؛ هغه شاعر چې د سکون راډيو د ترنم په سيالۍ کې يې لومړی مقام ترلاسه کړی دی. نوموړی وايي، په اوسني وخت کې شاعران او ليکوالان هڅونې ته اړتيا لري چې دا ډول سيالۍ جوړول ورته يو ډول انرژي ورکوي. بختيار وايي، په ليرې پرتو سيمو کې ډېر تکړه شاعران شته چې د ټولنې له سترګو پناه دي چې دغه ډول سيالۍ کولی شي راڅرګند يې کړي. نوموړی وايي: "شاعران، نعت خوانان، هرڅوک چې په هره برخه کې وي، اول خو دا تشويق ته ضرورت لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوب کې د يوه سړک د جوړولو چارې پیل شوي

د افغانستان په جنوب کې د هېواد د شمال او جنوب د يو نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک په لومړي پړاو کې کندهار د اروزګان د مرکز ترينکوټ او بیا د دغه ولایت د دهراود ولسوالۍ سره نښلوي او په دوهم قدم کې به د دايکندي ولایت له لارې د هېواد شمالي ولایتونو ته غځول کېږي. ياد سړک د طالبانو د کانونو وزارت له لوري د يو کان د استخراج په بدل کې جوړېږي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله درې تنه مړه شوي

په میدان وردګو کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي وایي چې د هاوان مرمۍ د چاودنې په پېښه کې درې تنه مړه شوي دي. په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر حبیب الله مجاهد نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، پېښه پرون ناوخته د سیداباد ولسوالۍ په دیولګي کلي کې شوې ده. هغه ویلي، دا مرمۍ له پخوانیو جګړو پاتې وه او په خبره یې درې سره قربانیان یې د ۶ او ۱۶ کلونو ترمنځ ماشومان او تنکي ځوانان دي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: کابل کې د چین سفارت افغانانو ته ویزه ورکول له سره پيل کړي

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د چین سفارت افغانانو ته د ویزې ورکړه له سره پيل کړې ده. د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن پر خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیويي پيغام کې ویلي: "هغه کسان چې د چین د ویزې غوښتونکي دي، کولای شي په افغانستان کې د چین سفارت ویبپاڼې ته ولاړ شي او هلته په انلاین بڼه خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي." چین وروسته تر هغه افغانانو ته دویزې ورکړه درولې وه چې په هغه هېواد کې د کرونا پېښې ډېرې شوې وې. چین که څه هم د طالبانو له حکومت سره ډيپلوماتیکې او کونسلي اړیکې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

له کثافاتو جوړه الوتکه مو ليدلې؟

د نايجيريا يو ځوان له کثافاتو څخه يوه الوتکه جوړه کړې. دا يوه ريموټ کنټرول الوتکه ده چې دغه جوړولو يې د جوړولو لپاره تر دوه کلونو پورې پيسې ورته ساتلې. رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

د ابوظبي اوسېدونکې عایشه المنصوري بازانو ته د ښکار روزنه ورکوي

په متحده عربي اماراتو کې د بازانو ساتلو دود ډېر پخوانی دی، خو اوس په هغه هېواد کې ځينې ښځې هم بازان ساتي او د ښکار روزنه ورکوي. د هغوی په وينا، بازانو ته په روزنې ورکولو سره زغم پکې پیدا کېږي او بل خوا په دښتو د ساتيري موقع په لاس ورځي.

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکو په کييف کې د ميزاييلي حملو د شنډولو خبر ورکړی

د اوکراین محلي چارواکي وايي، د دوی د هوايي مدافع دستګاو نن سهار وختي پر پلازمېنه کییف د میزاییلو حملې شنډې کړې دي. دا څرګندونې څو ساعته وروسته تر دې کېږي چې د بېړنیو خدماتو ادارې له‌خوا په ټول اوکراین کې د هوايي حملو د خطر زنګونه وغږول شول. د څو چاودنو د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د کییف محلي ادارې په ټلېګرام کې لیکلي، د هوايي دفاع دستګاه فعاله ده. يادې ادارې خلکو ته ویلي چې ارام دې وي او تر هغو چې د خطر زنګ غږول کېږي، په خپلو پناه ځایونو کې دې پاتې وي. د اوکراین رسنیو به دنیپروپیټروفسک او سُمي سیمو کې د چاودنو راپورونه ورکړي دي.

Pa.azadiradio.com 

په غزني ښار کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی

طالب چارواکي خبر ورکوي چې د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په سلطان محمود ښارګوټي کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی دی. د غزني له امنیه قوماندانۍ څخه پرون یکشنبه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مړی په یوه خالي نمره کې پروت و. دوی وايي، د ماشوم پر تن د وهل ډبولو ټپونه معلومېږي. تر اوسه پورې د دغه ماشوم خپلوان نه‌دي موندل شوي.

Pa.azadiradio.com 

اردوغان په سوريه کې د داعش ډلې د يوه مشکوک مشر د وژل کېدو خبر ورکړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه مشکوک مشر د وژل کېدو خبر ورکړ. اردوغان پرون په تلوېزیون کې اعلان وکړ چې ابوحسین القریشي د ترکیې د استخباراتي ځواکونو په عملیاتو کې د شنبې په ورځ وژل شوی دی. د سوریې په شمال کې د فرانسې خبري اژانس خبریال ویلي، د ترکیې استخباراتي اجنټانو او د ترکیې له ملاتړه برخمنو پوځي محلي پولیسو د شنبې په ورځ د عفرین سیمې په شمال لوېدیځ کې یوه ناحیه محاصره کړې وه. محلي اوسېدونکو دغه اژانس ته ویلي چې په عملیاتو کې یوه وچه کرونده چې د اسلامي مکتب په توګه کارول کېده، په نښه شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هلمند کې د کوېډ۱۹ ناروغۍ د درملنې سل بستريز روغتون پرانيستل شو

په هلمند ولایت کې بست روغتون ته څېرمه د کویډ ـ ۱۹ ناروغیو د درملنې لپاره یو سل بستریز روغتون پرانیستل شو. د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې د اسیا د پراختیایي بانک په مرسته دغه روغتون د یو ميلیون امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وویل، د ياد روغتون پرانیستلو سره به د نورو خدمتونو تر څنګ هلمند مېشتو ته د اکسېجن پلانټ په برخه کې زیاتې اسانتیاوې هم رامنځته شي.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

Есть ли риск? Чем грозит появление дженерика препарата для диабетиков

Bloomberg: в КНДР выявили новый порядок демонстрации портретов трех Кимов

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Создание сайта. Создание сайта с нуля. Создание веб сайта.


Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”






Rss.plus

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

"Возрождение интереса к народному искусству и ремеслам в современном мире"

Новые вызовы и обеспечение технологического суверенитета квалифицированными кадрами обсудили в Москве

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Moscow.media
Москва

Собянин исключил запрет для самокатчиков ездить по тротуарам в Москве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Чья компания сильнее всех?

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»


ATP

Даниил Медведев идет третьим в чемпионской гонке ATP, Андрей Рублев — пятый



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Воскресенске сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в умышленном повреждении чужого автомобиля



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России