د ملګرو ملتونو کارپوهانو د زاپوریژیا د اټومي بټۍ ته څېرمه ماینونه موندلي
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اداره وايي، کارپوهانو یې د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ ساحې ته څېرمه د پرسونل ضد ماینونه موندلي دي. دا بټۍ د روسي ځواکونو په ولکه کې ده. د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې د کارپوهانو ډلې د اټومي بټۍ د منځنۍ او باندنۍ ساحې د احاطې ترمنځ په صفري زون کې یو شمېر ماینونه لیدلي دي. په بیان کې راغلي چې د دې ماینونونو شتون د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې د مصوونیت او د اټومي خوندیتوب له اصولو سره په ټکر کې دی. زاپوريژیا چې... Читать дальше...