کرکټ نړیوال جام؛ بنګله دېش سریلانکا ته ماتې ورکړه
د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن بنګله دېش سریلانکا ته د درې ویکټو په توپیرماتې ورکړه. بنګله دېش د اوو لوبغاړو په سوځیدو په ۴۲ اورکې ۲۸۲ منډې وکړې او د سریلانکا د ۲۸۰ منډو هدف یې پوره کړ. ټاکل شوې چې سبا سې شنبې افغانستان له استرالیا سره د سیالۍ ډګرته ووځي. دا به په دې جام کې د افغانستان اتمه لوبه وي. افغانستان څلورلوبې ګټلي او درې یې بایللي دي.