ترکي سیال سره تر لیدنې وروسته؛ بلېنکن: ناټو کې د سویډن د شاملیدو هڅې به ګړندۍ شي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې څو میاشتې یې په دې تړون کې د سویډن د غړیتوب مخه نیولې وه نن په دې اړه یوه مسوده پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې کړه.
مخکې له دې دغه مسوده پارلمان ته د عمومي رایې اخیستو لپاره وړاندې شي، د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټه یې باید تصویب کړي.
بلېنکن له ترکیې له روانیدو مخکې د انقرې په هوایي ډګرکې خبریالانو ته وویل، "زه ډاډه یم چې موږ به په دې برخه کې پرمختګ وګورو."