Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Сентябрь
2025

Новости за 23.09.2025

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې: د سولې هڅې، د ایران نیوکې او د پرانیستو پولو مخالفت

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، نن سه‌شنبه په خپله وینا کې چې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې ته یې وکړه، د نړۍ په ګڼو موضوعاتو خبرې وکړې. خو هغه د افغانستان اوسنی وضعیت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، یاد نکړ. خو ټرمپ د افغانستان د ګاونډي هېواد ایران یادونه وکړه او هغه یې د نړۍ په کچه د تروریزم ملاتړی وباله. د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر په خپله وینا کې ایران "د نړۍ تر ټولو لوی ترهګریز ملاتړ کوونکی" وبلله او ویې ویل چې دغه هېواد باید هېڅکله اتومي وسلې ونه لري. ډونالډ ټرمپ اتومي وسلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هایلایټ

د احمد شېبر په کوربه توب د افغانستان او نړۍ مهم لنډ خبرونه

Mashaalradio.com 

عبدالغني وايي د پوځ د جیټ الوتکو د بمبارۍ حال د بیانولو نه دی

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مخکښ عبدالغني وايي د تیرا هغې سیمې ته ورغلی وو چې د پاکستان پوځ پرې بمباري کړې ده. نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال رادیو ته وویل، د پاکستان د جیټ الوتکو په بمبارۍ کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان په نخښه شوي دي. د پاکستان پوځ په تیرا کې د ترسره شوې بمبارۍ په اړه څه نه دي ویلي. مشال راډیو له عبدالغني سره مرکه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له جاپانه غوښتې دي چې د جمهوري نظام د وخت د اوبو یوه پروژه دې بیرته پیل کړي

طالبانو له جاپانه غوښتې دي چې د نوي کابل د څښاک اوبو پروژه بیرته پيل کړي. دا پروژه چې د جمهوري نظام پرمهال په دوه زره شلم کې د جاپان نړیوالو همکاریو د ادارې( جایکا) په مرسته د څلرویشت میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پيل شوې وه، د نظام له سقوط سره یې چارې ودریدې. په کابل کې پرون د طالبانو د اقتصاد وزارت چارواکو د جاپان د سفارت له غړیو سره د خبرو پرمهال د دې پروژې د کار د بیا پيل غوښتنه وکړه. یوشمیر نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی دی چې ښایي په راتلونکو څو کلونو کې په کابل کې ترمځکې لاندې د اوبو سرچینې وچې شي.

Pa.azadiradio.com 

په زرګونو افغانان له پاکستان او ایرانه په یوه ورځ افغانستان ته ستنیدلي

د طالبانو حکومت وايي چې یوازې د دوشنبې په ورځ له لس زرو ډیر افغان کډوال چې له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوي وو، افغانستان ته ستانه شوي دي. د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد دفتر نن( سې شنبه) په یوه بیان کې وویل چې له له نهه زره پنځه سوه ډیر کډوال له پاکستانه او نژدې څوارلس سوه له ایرانه ستنیدلي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په وینا، د کال له پیل راهیسې له شپږ لکه دوه شپیته زره څخه ډیر افغانان له پاکستانه، افغانستان ته تللي دي. همداراز د کال له پيله ایران د شاوخوا دوه میلیونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سپتمبر ۲۳ د اشاره یی ژبو نړیواله ورځ

ملګري ملتونه وايي، د اشاریی ژبو نړیواله ورځ د ژبني هویت د ساتنې او دغه شان د کڼو او ګونګیانو د ملاتړ یو ځانګړی فرصت او فرهنګي رنګارنګي ده. خو په افغانستان کې د دغه معلولیتونو درلودونکو یو شمیر کسانو د کورنۍ غړي او استادان وایي، دا مهال د ګڼو نورو ننګونو تر څنګ له ښوونیزو ستونزو سره مخ دي.

Pa.azadiradio.com 

ننۍ زلزلې په ننګرهار کې یوشمیر کورونه نړولي دي

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس قریشي بدلون وایي چې د ننۍ زلزلې له امله د ننګرهار په دره نور ولسوالي کې یوشمیر کورونه نړیدلي دي خو چاته د سر زیان نه دی اوښتی. د اروپا او مدیترانې د زلزلې پېژندنې مرکز په وینا، دا زلزله له جلال آباد ښار څخه درویشت کیلومتره لرې د دیرش کیلومتره په ژوروالي کې د څلور اعشاریه نهه ریښتر په کچه وشوه. په کابل کې هم دا زلزله احساس شوې ده. د اګست په یو دیرشمه د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو په وینا زلزلې تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل او نژدې څلور زره نور یې ټپيان کړل.

Pa.azadiradio.com 

امریکا د منځنۍ اسیا له دوو هیوادو سره د میلیارډونو ډالرو تړونونه لاسلیک کړل

د امریکا متحد ایالتونه هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا له یوشمیر هیوادونو سره اقتصادي اړیکي پراخ کړي. په دې ترڅ کې د قزاقستان او ازبکستان ولسمشرانو له امریکایانو سره په نیویارک کې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړې دي.

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د پښتنو د کلتور ورځ ولمانځل شوه

د پښتنو د کلتور د ورځې په مناسبت د بلوچستان په سرښار کوټه او نورو ښارونو کې غونډط جوړې شوې وي. د ۲۰۱۵ز کال راهیسې د سېپټېمبر ۲۳مه د پښتنو د کلتور د ورځې په توګه لمانځل کېږي. په اول ځل دا ورځ په همدې نېټه د کوټې د پښتو اکاډمۍ لخوا لمانځل شوې وه. د مشال راډیو خبریال د پښتو د کلتوري ورځې انځورونه رالېږلي دي.

Mashaalradio.com 

اسیرمنګل ولس او ریاست دواړو ستایلی

د پروفیسر اسیر منګل د ادبي هلو ځلو او خدمتونو ستاینه په ولسي کچه هم شوې ده او د پاکستان حکومت هم هغه ته صدارتي ایوارډ ورکړ دی. د پښتو ادبي تنظیمونو هم د اسير منګل د خدمتونو په ویاړ وخت په وخت غونډې جوړې کړې دی. اسیر منګل شعر او افسانې لیکي، څېړنې کوي او نور ادبي خدمتونه یې هم کړي دي. نوموړي په ورځپاڼو کې د یو کالم لیکونکي په حیث هم کار کړی دی او په بېلابېلو کالجونو کې یې د پښتو د پروفیسر په حیثیت هم دنده ترسره کړې ده. مشال راډیو له اسیر منګل سره مرکه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

تهران: له دې ښاره د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیلیږي

د ایران د تهران والي اعلان کړی چې له دې ښاره د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو په همدې اونۍ کې پیلیږي. مدني فعاله مرضیه چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د امنیتي ګواښونو له امله یې افغانستان پریښی او اوس مهال په تهران کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي وايي، په وروستیو ورځو کې په دې ښار کې د افغانانو د جبري اېستلو لړۍ تېزه شوې ده. "د نیولو لړۍ تېزه شوې ده، دوی چې افغانان نیسي سمدستي یې کمپونو ته انتقالوي، ټلیفونونه ترې اخلي او بندوي یې، په ځینو سیمو کې کور په کور تالاشۍ هم... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

یونیسف یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره( یونیسف) وایي، د افغانستان راتلونکې په تعلیم ولاړه ده او طالبان باید له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي. د یونیسف د ماشومانو د حفاظت د برخې مشرې سین ګوپتا نن ( د سپتمبر ۲۳ مه) وویل چې ښوونځي هم د زده کړې لپاره مهم دي او هم د دې لپاره د ښوونځیو پرانیستل مهم دي چې په کم عمر نجونې واده نه شي. یونیسف او د بشري حقونو ډلو تر دې مخکې هم د تیرو څلورو کلونو په ترڅ کې پر طالبانو غږ کړی دی چې له شپږ ټولګي ورپورته ښوونځي پرانیزي، خو طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیانړیوال سازمان: په افغانستان کې د ملاریا پیښې زیاتې شوې دي

په افغانستان کې د ملاریا په مثبتو پېښو کې د زیاتېدو په اړه اندېښنه. د روغتیا نړیوال سازمان وايي په وروستیو کې په دې هیواد کې د ملاریا ناروغي زیاته شوې ده. ډبیلو ایچ او په خپل تازه میاشتنې راپور کې چې پرون د سپټمبر په۲۲ مه یې خپور کړی ویلي په تېره اګسټ میاشت کې د دې ناروغۍ ۱۲۸۹۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا شمېر د جولای د میاشتې په پرتله ۲۱ عشاریه ۷ سلنه زیاتوالي ښيي. د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د روان کال د اپریل میاشتې راهیسي په دوامداره توګه د ملاریا د ناروغۍ پېښې مخ په زیاتېدو دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

معلوماتو ته د لاسرسي د ارزښت په نامه خوست کې غونډه وشوه

د خوست قومي مخور او ځوان فعالان غوښتنه کوي چې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په خاطر دې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ وشي. معلوماتو ته د لاسرسي د ارزښت په نوم د سېپټېمبر په ۲۲مه په خوست کې یوه غونډه هم وشوه چې ورکې د خوست د سیمه ییزو رسنیو استازي، شنونکي، محصلین او د طالبانو د حکومت چارواکي ورغلي ول. ځینو ګډونوالو له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، رسنۍ د ټولنې د ستونزو په رابرڅېره کولو کې مهمه ونډه لري او ورسره د ولس او حکومت ملاتړ اړین دی. نور حال د مشال راډیو د خبریال په راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

پزشکیان له ټرمپ سره د احتمالي کتنې امکان ردکړ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د احتمالي لیدنې کتنې امکان رد کړی او ویلي یې دي چې له داسې چا سره خبرې نه شي کولی چې یوازې د زور په ژبه غږیږي. پزشکیان دا څرګندونې نن د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تر تګ مخکې وکړې. د ایرنا خبرې اژانس په وینا، امریکا د پزشکیان ماشومانو، د هغه زوم او د رسنیو اکثر غړیو ته ویزې نه دې ورکړي او یوازې یې د ایران ولسمشر او څو نورو کسانو ته اجازه ورکړې ده چې امریکا ته داخل شي. سږکال د جون په میاشت کې د اسراییل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ختیځ کې زلزله شوې

د افغانستان په ختیځ کې نن یوه زلزله شوې چې تراوسه پورې یې د زیانونو راپورندی ورکړل شوی. د اروپا او مدیترانې د زلزلې پیژندنې مرکز د دغې زلزلې شدت د ریښترپه کچه د ۴،۹ ثبت کړی او ویلي یې دي چې مرکز یې د جلال په ۲۳ کیلومترۍ کې ۳۰ کیلومتره ترځمکې لاندې وو. د دغې زلزلې ټکانونه په کابل کې هم احساس شوي دي. تردې وړاندې د اګسټ په ۳۱ په سیمه کې ریښترپه کچه ۶،۱ زرورې زلزلې ترټولو ډیرزیانونه په کونړولایت کې خلکو ته اړولي و. د طالب چارواکو د شمیرو له مخې هغې زلزلې شاوخوا ۲ زره دوه سوه کسان وژلي او له ۴ زرو زیات ټپیان کړي و. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اېمانوېل مکرون د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو اعلان وکړ

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون اعلان وکړ چې هېواد یې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژني.مکرون د سېپټېمبر پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په پیل کې وویل "مونږ باید سولې ته لاره هواره کړو." رویټرز اژانس لیکي، د نړۍ لسګونه مشران به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین د رسمیت پیژندنې هرکلی وکړي او په ټکو یې دا د غزې د جګړې له پیلېدو راپدېخوا یو د پام وړ ډېپلوماټیک بدلون دی. تر فرانسې وړاندې بریتانیا، استرالیا، پرتګال او کاناډا هم فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژنده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له کراچۍ وطن ته روان کډوال کورونه نړوي او کډې باروي

د سند ایالت مرکز کراچۍ کې له تېرو څو لسیزو مېشت افغان کډوال وايي په وطن کې کورونه نه لري او په کراچۍ کې هغه کورونه پخپله ورانوي چې مېلیونونه روپۍ یې پرې لګولې دي. دوی وايي پاخه کورونه یې جوړ کړي ول او داسې تمه یې نه درلوده چې پاکستان به یې وطن ته تلو ته مجبوروي. د پاکستان حکومت د سپټمبر له پیله د افغان کډوالو جبري ستنول پیل کړي دي. تر دې وړاندې په اګست میاشت کې یې افغان کډوالو ته امر کړی وو چې له پاکستانه دې په خپله خوښه وطن ته ستانه شي کنه نو په سپټمبر کې به یې په جبري ډول ولېږی. د هغه مهلت له ختمېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تورخم لار بیرته پرانیستل شوه

د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانستل شوه. افغان طالبان وایي چې پاکستاني لورې دا لاره په خپل سر بنده کړې وه او بیرته یې پرانیستې ده.

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د سروزو د توپ ګټونکي وټاکل شول

عثمان دیمبله او ایتانا بونمتي د بالون دور (Ballon d'Or) یا د سرو زرو د توپ جایزه وګټله او د فوټبال په نړۍ کې د غوره نارینه او ښځینه لوبغاړو په توګه وټاکل شول. دمبله په تېر فصل کې د ۳۷ ګولونو او ۱۵ پاس ګولونو په ترسره کولو وکولای شول له پاریس ‌سن‌ژرمن سره وځلېږي او د فرانسې او اروپا اتلانو په لیګ کې اتلولي ترلاسه کړي. دیمبله د دې جایزې په ترلاسه کولو سره وویل: «ریښتیا هم د بیان لپاره کلمې نه لرم. له پاری‌سن‌ژرمن سره یو نه هیریدونکی فصل و.» هغه زیاته کړه چې د خپلې لوبډلې سر رزونکی، لوییس انریکه « د ده لپاره د پلار په څېر» و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نتنیاهو: راتلونکی کال به د ایران د محور د له منځه وړلو لپاره د مبارزې کال وي

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د یهودانو د نوي کال یا ( روش هشانا) په درشل کې ویلي، "راتلونکی کال به د ایران د محور د له منځه وړلو لپاره د مبارزې کال وي." نتنیاهو دا څرګندونې د دغه هېواد له لوی درستیز ایال زمیر، د دفاع له وزیر یسراییل کټز او یوشمېر نورو لوړپوړ پوځي چارواکو سره په غونډه کې وکړې. هغه هیله څرګنده کړه چې د یهودانو نوی کال به د "امنیت، بریا او یووالي" کال وي. د یهودانو نوی کال یا ( روش هشانا) ته بیلابیل تعریفونه ورکول کیږي او د قضاوت د ورځې یا د یاد ورځې په نوم هم لمانځل کیږي. د یهودو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قاچاقي سفرونو یو خطرناک ډول، یو ۱۳ کلن افغان ماشوم تر الوتکې لاندې ځان تر هنده رسولی

هندي رسنیو ویلي، هغه ۱۳ کلن افغان ماشوم چې د کام ایر الوتکې د ټایر په ځای کې یې ځان په قاچاقي ډول له کابله، تر نوي ډیلي رسولی و، ژوندی پاته دی او بیرته کابل ته لیږل شوی دی. د هندوستان ټایمز په ګډون ګڼو هندي رسنیو پرون دوشنبه د نوي ډیلي د اندراګاندي هوایي ډګر د مسولانو په حواله ویلي، دغه پيښه د کام ایر د یکشنبې ورځې په پرواز کې شوې ده. دغه ماشوم امنیتي مسولانو ته ویلي، په پټه د کابل هوایي ډګر ته ننوتلی او له الوتنې مخکې یې ځان تر الوتکې لاندې د ټایر یا د ناستې ګېر په خالیګا کې پټ کړی. د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر اعلان وکړ چې هېواد یې فلسطیني دولت په رسمیت پیژني

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اعلان وکړ چې هېواد یې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژني. مکرون پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په پیل کې وویل " مونږ باید سولې ته لاره هواره کړو." رویټرز اژانس لیکي، د نړۍ لسګونه مشران به په عمومي اسامبله کې د فلسطین د رسمیت پیژندنې هرکلی وکړي او په ټکو یې دا د غزې د جګړې له پيله را په دې خوا د پام وړ یو ډيپلوماتیک بدلون دی. وړمه ورځ بریتانیا، استرالیا، پرتګال او کاناډا هم فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژنده. اسراییل بیا د لویدیځو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کریکټ اسیا جام کې نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلې لوبه کوي

د کریکټ په اسیایي جام کې نن سه شنبه ( د تلې لومړۍ نیټه) د پاکستان او سریلانکا لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي. لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې پیلیږي. د دغه جام په څلورو غوره لوبډلو کې د هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش ټیمونه پاته دي. د افغانستان، عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو ټیمونه د لوبو له بایللو وروسته له تورنمنته ووتل. سبا سه شنبه د هند او بنګله دیش لوبډلې سره مخامخ کیږي. د جام پایلوبه د سپټمبر په ۲۸مې ته پلان شوې، خو معلومه نه ده چې کومې لوبډلې به فاینل ته وځي.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 103news.com — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media









103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России



Топ 10 новостей последнего часа



Rss.plus


Новости России







Rss.plus
Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России