په کوټه کې د پښتنو د کلتور ورځ ولمانځل شوه
د پښتنو د کلتور د ورځې په مناسبت د بلوچستان په سرښار کوټه او نورو ښارونو کې غونډط جوړې شوې وي. د ۲۰۱۵ز کال راهیسې د سېپټېمبر ۲۳مه د پښتنو د کلتور د ورځې په توګه لمانځل کېږي. په اول ځل دا ورځ په همدې نېټه د کوټې د پښتو اکاډمۍ لخوا لمانځل شوې وه.
د مشال راډیو خبریال د پښتو د کلتوري ورځې انځورونه رالېږلي دي.