خلیلزاد د طالبانو د مشر د اختریز پیغام ځینې برخې د خوشبینۍ وړ بللي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي نن یکشنبه د طالبانو د مشر د اختریز پیغام ځینې برخې د خوشبینۍ وړ بللې دي.
زلمي خلیلزاد په څو ټوېټري پیغامونو کې لیکلي:
"د طالبانو د مشر د اختر په پیغام کې د افغانستان د سولې د پروسې یو څه ملاتړ، له نورو افغانانو سره دیالوګ ته لېوالتیا او په نهایت کې داسې جوړجاړی چې د واک وېش ته پکې اړتیا وي، ښې خبرې دي."
ده په عین حال کې د طالبانو د مشر له لوري پر جنګ ټینګار ته په اشارې ویلي چې د دا ډول الفاظو کارول غیر ضروري دي او یوازې د سولې خبرې پېچلې کوي او د پرمختګ په لاره کې خنډونه جوړوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو د مشر دا ادعا رد کړې چې ګنې امریکا د جګړې اور ته لمن وهي.
خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د اووم پړاو د پیلولو او د سیمې او اروپايي هېوادونو له چارواکو سره د سلا مشورو لپاره سفر پیل کړی.
ښاغلي خلیلزاد ویلي چې په دې پړاو کې به هڅه وکړي چې د افغانستان د سولې پروسه چټکه کړي.