خلیلزاد د طالبانو د مشر د اختریز پیغام ځینې برخې د خوشبینۍ وړ بللي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي نن یکشنبه د طالبانو د مشر د اختریز پیغام ځینې برخې د خوشبینۍ وړ بللې دي. زلمي خلیلزاد په څو ټوېټري پیغامونو کې لیکلي: "د طالبانو د مشر د اختر په پیغام کې د افغانستان د سولې د پروسې یو څه ملاتړ، له نورو افغانانو سره دیالوګ ته لېوالتیا او په نهایت کې داسې جوړجاړی چې د واک وېش ته پکې اړتیا وي، ښې خبرې دي." ده په عین حال کې د طالبانو د مشر له لوري پر جنګ ټینګار ته په اشارې ویلي چې د دا ډول الفاظو کارول غیر ضروري دي او یوازې د سولې خبرې پېچلې کوي او د پرمختګ په لاره کې خنډونه جوړوي. Читать дальше...