د ننګرهار پولیسو ۳ کسان د نشه يي موادو په تور ونیول
![د ننګرهار پولیسو ۳ کسان د نشه يي موادو په تور ونیول](https://gdb.rferl.org/FB2CC72A-B90A-473D-A02E-8881E03FA68C_w800_h450.jpg)
د ننګرهار ولايت پولیسو درې کسان څه د پاسه څلوېښتو کیلو ګرامو نشه يي موادو په تور ونیول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په اتمه نېټه د دوو بېلابېلو عملیاتو په نتيجه کې په بهسودو او غني خېلو ولسوالیو کې (۴۴) کیلو ګرامه چرس ونیول چې په دوو کورونو کې پټ کړل شوي او یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.
په یوه بله پېښه کې د ننګرهار ولايت پولیسو هغه تښتېدلی قاچاق کوونکی نیولی چې پولیسو له ډېره وخته راهيسې څاره.