د قزاقستان پولیسو د اپوزیسیون د پلویانو پر لاریونونو حملې وکړې
![د قزاقستان پولیسو د اپوزیسیون د پلویانو پر لاریونونو حملې وکړې](https://gdb.rferl.org/1925C604-7551-4965-8401-893BF694D51B_w800_h450.jpg)
د قزاقستان پولیسو د هغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د اپوزیسیون د پلویانو پر لاریونونو حملې وکړې، لاریونونه یې مات کړل او لسګونه کسان یې ونیول.
د ازادې اروپا راډیو خبریالان له قزاقستانه په رپوټونو کې وايي چې ګڼ شمېر پولیس په ښارونو کې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره په دنده ګمارل شوي وو.
لاریون کوونکو پرون د سپټمبر په یویشتمه د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان او نورو ښارونو کې د چین د پانګونې او چینايي شرکتونو د زیاتېدو پرضد شعارونه ورکول.
لاریون کوونکو همدا راز د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف د نفوذ پر ضد نارې وهلې.
د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ۵۷ لاریون کوونکي نیول شوي چې ښايي جریمه شي.