د قزاقستان پولیسو د اپوزیسیون د پلویانو پر لاریونونو حملې وکړې
د قزاقستان پولیسو د هغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د اپوزیسیون د پلویانو پر لاریونونو حملې وکړې، لاریونونه یې مات کړل او لسګونه کسان یې ونیول. د ازادې اروپا راډیو خبریالان له قزاقستانه په رپوټونو کې وايي چې ګڼ شمېر پولیس په ښارونو کې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره په دنده ګمارل شوي وو. لاریون کوونکو پرون د سپټمبر په یویشتمه د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان او نورو ښارونو کې د چین د پانګونې او چینايي شرکتونو د زیاتېدو پرضد شعارونه ورکول. لاریون کوونکو همدا راز د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف د نفوذ پر ضد نارې وهلې. Читать дальше...