ډونالد ټرمپ له ترکیې غوښتي چې "د سوریې یرغل" سمدستي پای ته ورسوي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ترکیې ته خبرداری ورکړ چې پر سوریې پوځي یرغل سمدستي پای ته ورسوي. ښاغلي ټرمپ ویلي، که انقره له دغې جګړې لاس وانه خلي، نو دی آماده دی چې د دغه هېواد اقتصاد په چټکۍ ویجاړ کړي.