سوریه کې د ترکیې پوځي عملیات؛ امریکا د ترکیې پر دریو وزیرانو بندیزونه ولګول
امریکا د ترکیې پر دفاع وزیر خلوصي اکار، د کورنیوچارو وزیر سلیمان سویلو او د انرژۍ پر وزیر فتح دونمیز د بندیزونو اعلان کړی دی.
پر دغو ترکي چارواکو دا بندیزونه د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په غبرګون کې لګول شوي دي.
هغوي د امریکا د خزانې وزارت په تور لست کې شامل شوي، پانګې یې کنګل شوي او له هغوي سره د امریکايي ادارو او د امریکا په تړاو د شرکتونو پر بانکي معاملو ممانعت اعلان شوی دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون (اکټوبر ۱۵مه) د ترکیې له جمهور رئیس سره په ټیلفوني خبرو کې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره په سوریه کې عملیات ودروي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال پرون وویل چې ښاغلي ټرمپ له اردوغان سره جدي خبرې وکړې.