پروان کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه کسان ټپيان کړل
د پروان د بګرام ولسوالۍ په قلعه خواجه سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي دي.
په ټپيانو کې دوه ښځې، دوه نارینه او یو ماشوم دی.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي نن (اکټوبر ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې ماین په یوه سایکل کې ځای پرځای شوی و او هدف یې په بګرام کې د ښځو د ابتدایه محکمې د رئیسې موټر و.
قدوسي وویل چې په چاودنه کې د ابتدايه محکمې د رئیسې یو ساتونکی هم زخمي شوی دی. خو څرګنده نه ده چې پخپله رئیسې ته زیان رسېدلی که نه.
د حملې مسئولیت تراوسه چا نه دی اخیستی.