د سوریې شمال ختیځ کې د ترکیې او کرد جنګیالیو اوربند تمدید شو
![د سوریې شمال ختیځ کې د ترکیې او کرد جنګیالیو اوربند تمدید شو](https://gdb.rferl.org/18A0779A-2EE8-425E-8631-B3F9ACCAE9A2_w800_h450.jpg)
د روسیې په منځګړیتوب د سوریې د شمال ختیځ په کرد مېشتو سیمو کې د ترکیې او کرد جنګیالیو ترمنځ اوربند د نږدې یوې اونۍ لپاره تمدید شو. پرون داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښایي نن ترکیه د سوریې دننه پر کردانو پراخې حملې وکړي.