کلېنټن د روسیې د نفوذ په اړه د بریتانیا حکومت په وروستۍ پرېکړه انتقاد وکړ
د امريکا د جمهوري رياست د تېرو ټاکنو کانديدې هېلري کلېنټن د بريتانيا د حکومت پر وروستۍ پرېکړه انتقاد وکړ.
د بريتانيا حکومت پرېکړه کړې چې د دغه هېواد پر سياستونو د روسيې د نفوذ په اړه پارلماني راپور به نهخپروي.
خو هېلري کلېنټن د بريتانيا د حکومت دغه پرېکړه "نه توضيح کېدونکې او شرموونکې" وبلله.
مېرمن کلېنټن چې د امريکا د جمهوري رياست د ٢٠١٦م کال په ټاکنو کې بريالۍ نهشوه، دا څرګندونې پرون په يوه مرکه کې کړې دي.
هغې ويلي، د بريتانيا ولس اړتيا لري چې د ډسېمبر پر ١٢مه په عمومي ټاکنو کې تر برخې اخيستو مخکې، د پارلمان د استخباراتي او امنيتي کمېټې پر موندنو پوه شي.
د مېرمن کلېنټن دا تبصره په داسې حال کې خپرېږي چې د بريتانيا د اپوزېسيون کارګر ګوند ويلي چې پر دوى دوه انټرنټي حملې شوې دي.
په پام کې وه د بريتانيا د پارلمان راپور د امنيتي ادارو لهخوا خپور شي، خو د صدراعظم بورېس جانسون دفتر يې په عامه خپرېدل تصويب نهکړل.
حکومت ويلي، د ملي امنيت ملحوظاتو ته په پام سره دغه راپور نور وخت اړتيا لري چې تر خپرېدو مخکې بيا وکتل شي.