افغانستان له وېسټ انډیز څخه د '۲۰ اورونو' لړۍ وګټله
تېره شپه افغانستان د '۲۰ اوره' کرکټ سیالیو لړۍ وروستۍ سیالي په ۲۹ منډو وګټله.
افغانستان چې د مسابقې پچه ګټلې وه، لومړی بېټنګ وکړ او سیال ټیم تهیې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې رحمتالله ګوربز وکړې. ده په ۵۲ توپونو ۷۹ منډې وکړې.
په باولنګ کې بیا نوینالحق ښه وځلېد.
ده د وېست انډیر ۳ لوبغاړي وسوځول.
وېسټ انډیز په '۲۰شل اوره' سیالیو کې دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی.
دې ټیم له افغانستان څخه د یو ورځنیو مسابقو لړۍ ګټلې وه.
ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه یوه ټست لوبه هم وکړي.