طالبانو جوزجان کې د یوه کلي سل اوسېدونکي برمته کړي
د جوزجان ځايي چارواکي وايي، طالبانو نن د فیض اباد ولسوالۍ له کوګل تاش کلي شا او خوا سل اوسېدونکي له ځان سره وړي دي.
د فیض اباد ولسوال الف شاه ازادي راډیو ته وویل: "یو شمېر سپين ږیري او قومي مشران چې غوښتل يې د الله بیرن د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي، د دولت وسله والو مخالفینو له ځان سره د خان آقا کلي پر لور بیولي دي او هغوی اوسمهال له مخالفینو سره اسیر دي."
د فیض اباد ولسوال زیاته کړه، دا کسان د ولسي پاڅونوالو د یوه قومندان الله بیرن په جنازه کې د ګډون په هدف روان وو چې د طالبانو لاس ته ولوېدل. الله بیرن د ولسي پاڅونوالو قومندان وو چې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.