کندز کې د وژل شوي امریکايي سرتېري مړی امریکا ته ولېږدول شو
![کندز کې د وژل شوي امریکايي سرتېري مړی امریکا ته ولېږدول شو](https://gdb.rferl.org/799605CC-428F-4BFD-9B76-6EFDCDA3EC44_cx27_cy1_cw73_w800_h450.jpg)
د هغه امریکایي پوځي مړی امریکا ته ولیږدول شو چې روانه اوونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په کندز ولایت کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوی و.
پنتاګون ویلي چې ۳۳ کلن مایکل ګلوب چې د پوځي عملیاتو په مهال په چاودنه کې ټپي شوی، وروسته له یې اخیستو ټپونو ساه ورکړه.
طالبانو د دې حملې مسولیت اخیستی و.
د امریکا د دیلاورایالت په دویر هوایي اډه کې په هغو مراسمو کې چې د امریکا پوځ دغه پوځي ته د درنښت په نوم یاد کړي، د امریکا د ملي د امنیت سلاکاررابرټ اوبراین او د امریکا د پوځ د لوی درستیز جنرال مارک میلي په ګډون یوشمېر جګپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د دغه سرتیري په وژل کېدو سره د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د امریکایې وژل شویو سرتېرو شمېر شلو ته ورسید.