په چین کې د بند پاتې شویو اوکراینیانو د لېږد هڅې
د چین په ووهان کې د بندو پاتې شویو اوکراینیانو لېږد ته چارتر شوې الوتکې له پلان شوي وخته درې ساعته ناوخته چین ته حرکت وکړ.
دا الوتکه چې کیف ته نږدې له هوایي ډګره پورته شوې، د قزاقستان په الماتا کې تر دمې وروسته د چین ووهان ښار ته ځي، کومه سیمه چې د کرونا وایروس سرچینه بلل کېږي.
په چین او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې نږدې ۷۵ زرو ته ورسېدې او له دې امله د مړو شویو کسانو شمېر هم له ۲۰۰۰ واوښت.
د اوکراین تللې الوتکه به په ځایي وخت سبا سهار اته بجې بېرته کیف ته راستنه شي چې ۴۹ اوکراینیان او ۲۵ بهرني اتباع به له چین نه راوباسي.
دغه کسان به د ۱۴ ورځو لپاره په اوکراین کې قرنطین شي.