د تاجکستان زرګونه کارګر د مسکو په یوه هوایي ډګر کې بند پاتې دي
د تاجکستان زرګونه کارګر د مسکو په یوه هوایي ډګر کې بند پاتې دي.
دا کډوال د دې لپاره په دومودیدوفو هوایي ډګر کې ایسار شوي چې د کرونا ناروغۍ له امله پر هوایي سفرونو بندیزونه لګېدلي دي.
په مسکو کې خبریالې ګالیا ابراګیمووا چې له څو ورځو راهیسې د کډوالو ستونزې څاري په فېسبوک کې پرون ولیکل چې د شپې په مخه نږدې ۳۰۰ کډوال په زوره له هوایي ډګر څخه ایستل شوي دي چې په دوی کې شاوخوا ۲۰۰ تنه د تاجکستان کارګر دي.
دا کډوال له تقریباً دوو اوونیو راهیسې چې ټولې الوتنې روسیې او تاجکستان ته د کرونا له امله لغوه شوې دي، ایسار پاتې دي.
ابراګیمووا د فرخ په نوم د یوه کډوال په وینا وایي چې روسي پولیسو له دوی غوښتي دي چې په هوایي ډګر کې دې یوځای وي، خو که چېرته دوی له دې ځایه وباسي د اوسېدو لپاره ځای هم نهلري.